Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ د اروپايي ټولنې په غبرګون کې وايي کارونه په عادي توګه مخته ځي

ولسمشرۍ ماڼۍ د اروپايي ټولنې د اعلامیې په غبرګون کې وايي چې حکومت په عادي توګه خپل کارونه مخ ته بیايي.

ارګ وايي چې دم ګړۍ د افغان حکومت لومړیتوب کووېډ نولس ناروغۍ او همدارنګه سولې بهیر ته پاملرنه ده.

اروپايي ټولنې تېره ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې د یوه منسجم حکومت نشتون د دغه هېواد خلک له ستر خطر سره مخامخ کوي او همدارنګه د افغانستان د سیاستوالانو ترمنځ د اختلافونو دوام د افغانستان اروپايي همکاران ناهیلي او زړه توري کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال په هېواد کې د سیاسي اختلافونو پر دوام د اروپایي ټولنې د نیوکې په غبرګون کې وایي چې د حکومت کارونه په عادي توګه مخته ځي.     

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال زیاته کړه:«تاسې وینئ چې ولسمشر د حکومت په مشرۍ کې دی او د حکومت چارې په عادي توګه جریان لري. د حکومت ډېر تمرکز له کورونا ویروس سره مبارزې ته دی.»

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازو او همدارنګه په دغه هېواد کې د ناروې سفیر په یوې اعلامیه کې د هېواد له سیاستوالو غوښتي دي چې ژر تر ژره خپل اختلافونه پای ته ورسوي؛ ځکه له یوه منظم او پیاوړي حکومت نه پرته چې هره ورځ تېرېږي د افغانستان خلک له نورو خطرونو سره مخ کېږي، د ولسواکو بنسټونو باور پيکه کېږي او اروپایي متحدان زړه توري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شوي سیاسي اختلافونه تراوسه د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ حل شوي نه دي.

دغه اختلافونه د دې لامل شول چې امریکا اعلان وکړي چې له افغانستان سره یې خپله یو مېلیارد ډالر مرسته بندوي او که چېرې دا اختلافونه دوام وکړي په ۲۰۲۱زکال کې به هم یو مېلیارد ډالر نورې مرستې به هم بندې کړي.

تازه په تازه د سولې په چارو کې د دولت وزیر له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې ویلي چې اشرف غني او عبدالله عبدالله سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغو اختلافونو دوام او د کورونا ویروس خپرېدا په دغه هېواد کې د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

عبدالقدوس چې د کابل ښار په یوې برخه کې د واټ پر غاړه توکي پلوري وايي چې په هېواد کې یې د کورونا ویروس د خپرېدو پراختیا او دغه راز سیاسي اختلافونه لا نهیلی کوي:«وضعیت ښه نه دی کورونا هم ده او سیاستوال هم په خپلو کې سره نه جوړېږي.»

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد له سیاستوالانو غواړي چې خپل اختلافونه پرېږدي، هغه بشري ارزښتونه چې په وروستیو کلونو کې تر لاسه شوي له منځه ولاړ نه شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د خپرونو او عامه اړيکو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه څرګندوي:«په یوې ډموکراټیکه ټولنه کې د سیاستوالانو له خوا د هېوادوالو د رضایت ترلاسه کول تر ټولو مهم لومړیتوب دی. په اوسني وضعیت کې چې موږ یوو - له یوې خوا د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او له بلخوا له ځینو محدودیتونو او د شرایطو وضع کول، ترسره کېږي.- ډېره ډېره اړینه ده چې ځينې اقدامات ونیول شي چې د بشري حقونو د ارزښتونو د ماتوالي مخه ونیولشي.»

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه له هغې وروسته زور واخیست چې عبدالله عبدللله د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان ونه منه او اعلان یې وکړ چې د «ټول ګډونه» په نامه خپل حکومت جوړوي.

ښاغلي عبدالله عبدلله د کب په ۱۹ په یوه ورځ له اشرف غني سره هم مهاله د لوړې مراسم ترسره کړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ له اروپایي ټولنې او د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې د کووېډ نولس ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په چاره او دغه راز د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.

شریک یي کړئ