ولسمشرۍ ماڼۍ، وايي چې د «تاوتریخوالي د کمښت» طرحه چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو کې مطرح شوې، عملي بڼه لري.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له څو ټوېټونو سره ویلي چې د سولې خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرحه اوربند دی.
هغه په دې اړه لیکلي:«د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د افغان حکومت طرحه اوربند دی. د تاوتریخوالي کمښت کره پوځي، حقوقي او عملي بڼه نه لري.
له اوربند څخه زموږ موخه، هغه اروبند دی چې دوه کاله مخکې د اختر په ورځو کې هېواد کې شوی و او څرګند تعریف یې درلود.»
ښاغلي صدیقي همدارنګه په بل توېټ کې لیکلي:«اوربند له نړیوالو تجروبو برخمن دی. زموږ لپاره د سولې ټینګښت د جګړې د پای په مانا دی. د بېلابېلو تاوتریخوالو رامنخته کېدل په جګړې پورې تړلي دي. اړتیا ده، داسې طرحې وړاندې شي چې وضاحت ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه رپوټونه خپاره شول. د دغو رپوټونو پر بنسټ امریکا او طالبان د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت د یوه غوراوي په توګه په پام کې نیولی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، څو میاشتې کېږي چې په قطر کې بېرته له سره پیل شوې دي.