Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ د عبدالله له خوا د نوماند وزیزانو د نوملړ د شریکېدو په تمه دی

ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله غواړي چې ژر تر ژره د نوماند وزیرانو نوملړ چې باید کابینې ته یې معرفي کړي، له ولسمشر سره شریک کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن (دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) وویل چې ښاغلي عبدالله تراوسه د خپلو نوماند وزیرانو نوملړ له هغوی ته نه دی استولی او شونې ده چې نوماند وزیران د ولسي جرګې د دوبي له رخصتۍ مخکې ونه کړای شي د اعتماد رایه واخلي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:«موږ دې ته په تمه یوو چې ډاکټر صاحب عبدالله د نوماندانو نوملړ له موږ سره شریک کړي.»

په هېواد کې د یوه تازه حکومت د جوړېدو په موخه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له سیاسي هوکړې نږدې دوه میاشتې تیرې شوي؛ خو لا تر اوسه هم د هغو کسانو نومونه چې ټاکل شوې په راتلونکې کابینه کې وګومارل شي، نه دي خپاره شوي.

د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ وايي:«په داسې حال کې چې هېواد په یوه سیاسي او اقتصادي کړکېچ کې دی او موږ یوې مسوولیت لرونکې کابینې ته اړتیا لرو.»

د ولسي جرګې بل غړی ګل احمد نورزاد هم وویل:«حکومت د واک په یوه تشه کې دی.»

په دې اړه مو د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر نظر تر لاسه نشوای کړای؛ خو ځينې سیاستوال پر ښاغلي عبدالله له نیوکې سره وايي، هغه تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی؛ چې له سیاسي مشرانو او خپلو پلویانو سره جوړ راشي؛ نو څنګه به وکولی شي په سولې بهیر کې لاسته راوړنې ولري.

د ولسمشرۍ پخوانی سلاکار طارق فرهادي په دې اړه څرګندوي:«همدا مشران مسوول دي له طالبانو سره دې سوله مخته یوسي له دې سره به د سولې مذاکرات څومره وخت ونیسي؟ چې دا مشران دې مسوول وي؟»

د ولسي جرګې غړی الرحمان پدرام هم وايي:«اصلي ستونزه د ګوندونو او سیاسي بهیرونو د مشرانو ترمنځ اختلافونه دي چې په ټاکنو کې یې له ښاغلی غني او عبدالله سره مرست کړې او اوس ټول خپل حق غواړي او هغه هم له یوه وازرت څخه کم نه.»
 
په حکومتي بنسټونو کې د سرپرستۍ دود د پایته رسېدو او د کابینې په معرفۍ کې ځنډ د ځینو هېوادوالو نیوکې هم راپارولي دي.

د کابل اوسېدونکی زین الله محبوبي وویل:«د ملت درد هغوی ته نه معلومېږي د دوی لپاره یوازې خپلې هغه څوکۍ چې په واک کې دي ورته مهمې دي.»

تر دې مخکې د ملي یووالي حکومت هم د حکومت له پیله تر پایه پورې په دولتي بنسټونو کې د سرپرستۍ له ستونزې سره مخه وو؛ هغه چې د ځینو خلکو او د ملي شورا د ځینو غړو په وینا د دولت مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې وړی وو.

شریک یي کړئ