Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: د مرکچي پلاوي صلاحیتونه به د پخلاینې شورا له خوا تعیین شي

د مرکچي پلاوي له معرفي کېدو دوه ورځې وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دغه پلاوي واکونه د پخلاینې ملي شورا له خوا به تعیین شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي چې د مرکچي پلاوي د اجنډا تعیینول به هم د دغې شور له خوا وشي - په همدې دلیل د دغې شورا د رامنځته کېدو لپاره کارونه پیل شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه وايي:«د پخلاینې شورا د مذاکراتو اجنډا او د مرکچي پلاوي د واکونو حدود تعیین وي.»

افغان حکومت له ډېرو سلامشورو وروسته دوه شپې مخکې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی معرفي کړ. د دغې پلاوي مشري د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي په غاړه ده.

د حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي د نوملړ له وروستي کېدو سره همهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا پلاوی ټول ګډونه بولي.

زلمي خلیل زاد د خپل ټویټر پر پاڼه ليکلي دي چې دا اجماع ښکیل لوري د افغانانو ترمنځ خبرو ته ډېر نژدې کوي.

د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیزاد په دې اړه وايي:«غواړم د افغان حکومت، سیاسي او د مدني ټولنې مشرانو ته د راټولېدو مبارکي ورکړم ، دوی له طالبانو سره خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده، د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د ریښتوني انځور او د ښخو د رغنده ونډې څرګندوی کوي.»

د افغانستان د رسنیو د څار بنسټ اجرایي رییس مجیب خلوتګر وايي:«هغه څه چې ډېر مهم دي، د خلکو حق دی، د انتقالي عدالت مسله ده، د قربانیانو او د بیان ازادۍ حق په خپله په خپل زاد کې مهم دي او هغه کسان چې د خبریالانو وژونکي دي باید په دې اړه محاکمې ته د کاږلو مسله مطرحه شي.»

بل خوا طالبان د حکومت له لوري اعلان شوی مرکچي پلاوی ټول ګډونه نه بولي او وایي چې حکومت باید د خبرو یوه برخه وي.

د طالبانو په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانانو تر منځ به د خبرو د پېل لپاره هغوی له یوه ټول ګډونه پلاوی سره خبرې وکړي.

بل خوا له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي غړي ټینګار کوي له طالبانو سره به په یوه روښانه پروګرام سره خبرې وکړي
له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي غړې شهلا فرید وايي:«مرکچي کسان باید پرمختللې اجنډا ولري. ځکه چې د مذاکرې په لړ کې شونې ده په اجنډا کې بدلون رامنځته شي او په ډله کې مشروع واک موجود وي چې وکړای شي اجنډا نوې کړي او بریالي مذاکرات ترسره کړي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت همدا یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اجنډا وروستۍ شوې ده؛ اوس ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اجنډا د روغې جوړې عالي شورا چمتو کوي.

ټاکل شوې وه چې دوه اوونۍ مخکې د افغانانو تر منځ خبرې پېل شي؛ خو دا بهیر د هغه څه له امله وځنډېد چې د مرکچي پلاوي د جوړېدو د څرنګوالي او د طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو  اختلافونه بلل کېږي.

خو طالبان د حکومت له لوري اعلان شوی مرکچي پلاوی ټول ګډونه نه بولي او وایي چې حکومت باید د خبرو یوه برخه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه