Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ: د کابینې او د مصالحې عالي شورا د غړو پر سر اختلافونه حل شول

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک او د نوي حکومت له جوړېدو کابو درې میاشتې تېرېږي، خو تراوسه د کابینې غړ معرفي شوي نه دي او د ملي مصالحې عالي شورا جوړښت هم په رسمي توګه اعلان شوی نه دی.

د مصالحې عالي شورا هم درې میاشتې مخکې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک د لاسلیک په پایله کې رامنځته شوه او د هغه مسوولیت عبدالله عبدالله ته ورکړل شو.

سرچینې وايي چې د غني او عبدالله ترمنځ اختلافونه د کابینې او د مصالحې عالي شورا د غړو په معرفۍ کې د ځنډ لامل شوی دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې اوس اختلافونه حل شوي دي. او ټاکل شوې ده چې ژر تر ژره د کابینې غړي معرفي شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«د کابینې د بشپړېدو او د ملي مصالحې د غړو د بشپړېدو په برخه کې، موږ د پام وړ پرمختګ لرو. د دغو دوو برخو په هکله کار کابو وروستی شوی دی او ډېر ژر یې اعلان وو.»

عبدالله عبدالله ته ځینې نږدې کسان هم وايي، د نوماند وزیرانو د معرفۍ په اړه نانندرۍ پایته رسېدلي خو د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیالانو په اړه لا هم خبرې روانې دي.

عبدالله ته نږدې کس فضل احمد معنوي څرګندوي:«د خپلواکه ادارو بحث، د والیانو بحث، د معینیتونو بحث، د سفارتونو او همدارنګه د انتصابي سناټورانو بحث روان دی.»

د ملي مصالحې په عالي شورا کې سرچینې وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي، حاجي دین محمد، عطاالرحمان سلیم او یوه ښځه به د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیالانو په توګه غوره شي.

د سیاسي چارو شنوونکې فاطمه  مسعود وايي:«وړتیا ته ډېره کمه هڅه او پاملرنه ده حکومت داسې کسان پیدا کړي چې وکړای شي چارې په ښه توګه مخته یوسي.»

د ارګ او سپېدار تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې، د ملي مصالحې عالي شورا ۵ مرستیالان لري چې دوه تنه یې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله مرستیالان دي او ۳ نور یې له ولسمشر سره تر سلامشورې وروسته غوره کېږي.

شریک یي کړئ