Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ:له افغانستانه دامریکايي ځواکونو وتل به پر امنیت اغېزه ونه لري

له افغانستانه د څه باندې اوه زره امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د ډونلډ ټرمپ له پرېکړې وورسته، اوس افغان حکومت وايي چې د دغو ځواکونو وتل به په هېواد کې پر امنیت کومه اغېزه ونه لري.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دغې پرېکړې په غبرګون کې خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکړې دنده لرله او د هغوی له تلو سره به، د هېواد په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون رانه‎شي.

هغه لیکلي:«دا چې څو زره بهرني سرتېرو له یوې مودې راهیسې، روزنېزې، تخنیکي او ملاتړي همکارۍ لرلې، ولاړ شي، دا به په هېڅ وجهه پر امنیتي وضعیت اغېزه ونه‎لري.»

چخانسوري وايي چې له څلورو کلونو راهیسې، یوازې افغان امنیتي ځواکونو د هېواد د امنیت تامین مسوولیت درلود او له دې وروسته به هم دوی دغه مسوولیت په ښه شان په مخ یوسي.

د امریکا ولسمشر ډنلډ ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له امر وروسته له افغانستانه یې هم د خپلو ځواکونو غږ کړی. اوس‎مهال په افغانستان کې له څوارلس زره ډېر امریکايي سرتېري مېشت دي او د ولسمشر ټرمپ په امر به له دې ډلې اوه زره سرتېري افغانستان پرېږدي.

له افغانستان څخه د ډونلډ ټرمپ په امر د امریکايي ځواکونو وتل د دې هېواد د جمهوري غوښتونکو مشرانو له غبرګون سره مخ شوی دی.

جمهوري غوښتونکې سناټوره لېنسي ګراهام په دې اړه وايي:«موږ دوه لارې لرو یا له ترهګرو سره د هغوی په واکمنۍ او یا په خپله واکمنۍ کې له هغوی ورسره جنګېږو. زه باور لرم چې داعش په افغانستان کې امریکا او د دې هېواد  په موخو پسې ده، ولسمشره ته د ځواکونو د پرېکړې لپاره فرصت لرې. "

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي، له طالبانو سره خبرې نه کوي بلکې هغوی به له منځه لاړ شي خو اوس ځینو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه حوصله له لاسه ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو:« له طالبانو سره هېڅ راز خبرې اترې نشته. موږ نه غواړو چې له طالبانو سره خبرې وکړو. غواړو هغوی له منځه یوسو. یانې هغه کار چې هېڅوک یې نشي کولای موږ یې ترسره کوو.»

د سولې په خبرو اترو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو اصلي غوښتنه ده او له همدې امله امریکايي چارواکو ویلي شونې ده چې طالبان د سولې په خبرو کې د نېک نیت ښوودلو په موخه یو ګام مخکې راشي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ په ابوظبي کې د حکومتي مرکچي پلاوي سره خبرو لپاره د طالبانو د نه حاضرېدو په غبرګون کې ویلي، طالبان سولې ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي.
 
شریک یي کړئ