Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ: که طالبان کومانډويي ځواکونه ازاد نه کړي مذاکرات به پيل نه شي

د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي مذاکراتو د پیل په درشل کې، ولسمشرۍ ماڼۍ ټينکار کوي تر هغې چې د حکومت ۲۴ کومانډويي ځواکونه او پیلوټان د طالبانو له بنده ازاد نه شي، د دغو مذاکراتو پيل به شونی نه وی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي چې افغان حکومت د مذاکراتو د پيل او د سولې لپاره د ښه نیت لپاره تراوسه د طالبانو څه باندې پنځه زره بندیان ازاد کړي دي، خو طالبانو تراوسه هېڅ نرمښت نه دی ښودلی.

منیه پال په دې اړه زیاته کړه:«هغوی (طالبانو) زر تنه امنیتي ځواکونه چې ویلي وو ازادوي، بشپړ نه کړ، یوازې ۸۰۰ بندیان یې ازاد کړل. بنسټيز شرط دا دی چې هغوی باید خپله کړې ژمنه عملي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې چې څو ورځې مخکې د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت نوماند حنیف اتمر ویلي وو چې شونې ده د افغانانو ترمنځ مذاکرات به په راتلوونکې اوونۍ کې پیل شي.

بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په ټلېفوني اړیکه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي او ښاغلي مکرون د سولې خبرو اترو بهیر کې د حکومت له دریځه ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې څو اوونۍ مخکې - د لویې جرګې له ترسراوي وروسته - پيل شي، خو د دواړو لوریو د بندیانو د نه خلاصون له امله دا مذاکره وځنډېده.

حکومت د ۴۰۰ لانجمنو بندیانو له ډلې ۸۰ تنه ازاد کړي دي، خو ویل کېږي که چېرې طالبان د حکومت کومانډويي ځواکونه او پيلوټان ازاد نه کړي، د طالبانو پاتې بندیان به هم ازاد نه کړای شي.

په دې لړ کې، ځينې هېوادونه له هغې ډلې اسټرالیا، امریکا او فرانسه د طالبانو د شپږو بندیانو د ازادولو په هکله چې په ۴۰۰ لانجمنو بندیانو کې شامل دي ځينې ملاحظې لري.

د ولسمشر سلاکار طارق فرهادي وویل:«د هغو کسانو خلاصون چې فرانسویان پر هغه ملاحظه لري او له ولسمشر غني سره د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون ټلېفوني اړیکه د ۹۰ دقیقې یو لړ پېچلتیاوې دي چې باید دلته حل شي.»

اوس روښانه نه ده چې د دواړه لوریو د بندیانو تبادله کله کېږي او د افغانستان اسلامي جمهوري او د طالبانو د پلاوو ترمنځ لومړنۍ غونډه کله ترسره کېږي.

ځينې پخواني پوځيان او سیاستوال په دې اړه بېلابېل لیدلوري لري.

پخوانی پوځي لطف الله مشعل وايي:«زموږ څو زړور کومانډويي ځوانان چې له طالبانو سره دي، له شاهي کوټ او د ډیورنډ فرضي کرښې له سیمو لېږدول شوي، حتا طالبان په دې بریالي شوي نه دي چې هغوی ازاد کړي.»

د پروان پخوانی والي بصیر سالنګي هم څرګندوي:«دا سې نه ده چې طالبان دې له دې خبرې تېښته وکړي. که چېرې طالبانو سوله نه غوښتله، هغوی په قطر کې حضور نه پیدا کوه.»

په دې لړ کې ځینې هېوادوال وايي چې له جګړې ستومانه شوي او د سولې په وړاندې خنډونه دې لیرې کړای شي.

د هرات اوسېدونکی شیراقا وویل:«له هغې ورځې چې نړۍ ته راغلی یم تراوسه په جنګي چاپېریال کې وو؛ له جګړې ډېر ستومانه شوي یوو.»

د دې سربېره چې تېره پنجشنبې د مصالحې عالي شورا رییس، د شنبې په ورځ د دغې شورا د سیاسي کمېټې د لومړنۍ غونډې د پيل په هکله وویل، خو دا ناسته ترسره نه شوه او د دغه بنسټ ویاندویان هم په دې اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.
 
شریک یي کړئ