Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ کې د ټاکنیزو حوزو ټاکنې نامالوم برخلیک

د ټاکنو خپلوا کمېسیون چاروکي وايي چې د ټاکنو ترسره کېدو لارې چارې د حکومت د چارو په لومړی‎توب کې نه دي، که نه نو باید د ټاکنو ترسره کېدو وخت را نېږدې کېدو سره جدي عمل وشي.

دا چارواکي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ټاکنیزو حوزو تعین طرحې بې‎برخلیکه پاتې کېدو یادوي.

یو کال وشو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نویو غړو کار پیل کړی، خو لیدل کېږي چې لا یې هم د ټاکنو لپاره کوم بنسټیز ګام نه دی اخیستی.

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د خپل منځي اختلافاتو سربیره د ټاکنیزو حوزو په اړه د کمیسیون طرحه هم لا هغسې د حکومت د میز پر سر پرته ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله، وسیمه بادغیسي څرګندوي:«که دا کار ونشي، نو اجبارآ ټاکنیزې حوزې داسې ووسي چې په تېرو ټاکنو کې کارول شوې دي.»

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل وايي:«هغه طرحه چې حکومت لا هم پرې کار کوي هغه د ټاکنیزو حوزو ده، او دا کار به وروستۍ شي نور ټول موضوعات چې د کمېسیون لخوا حکومت ته استول شوي دي، اجرا شوي دي.»

داسې ښکاري چې راتلونکي کې به د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشاء رییس او ورته د دغه بنسټ د یوغړي غوره کولو کار به هم ونه شي.

دغه څوکۍ چې څو اونۍ مخکې سیالۍ ته ایښودل شوې ورته ۲۹ کسانو غوښتنلیکونه ورکړي، چې له دې ډلې د دریو کسانو نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیږل شوي دي.

آغلې بادغیسي څرګندوي:«دا بهیر بېلابيل پړاونه لري چې د امتحان  اخیستو دي، مصاحبه، شارت لیست کول او دا مسایل دي.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه د ټاکنو پر پڅو کارونو نیوکه کوي او وايي، حکومت د ټاکنو لپاره اراده نه لري.

ټاکنیز سمون او د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره د پياوړي مشرتابه ټاکنه او پر ټاکنو دخلکو باور بیا ټینګول له مهمو کارونو شمیرل کیږي.

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې برخه کې کمېسیون او حکومت ناکام بولي.

د رایو ورکوونکو نوملړ، د ټاکنیزو حوزو تعینول او همدارنګه په کمېسیون دننه اصلاحات راوستل د کمېسیون په مخه کې پرتې مهمې دندې وې، چې له دې څخه یې یوازې د رایه ورکونکو د نوملړ جوړولو لپاره لومړني کارونه روان دي

شریک یي کړئ