Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ کې له خلیلزاد سره د حکومتي مشرانو او سیاستوالو لیدنه

یو شمېر سرچینې په ارګ کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره د حکومت مشرانو او  یو شمېر سیاستوالو له لیدنې خبر ورکوي.

سرچینې طلوع نیوز ته تاییدوي چې لیدنه به نن(چهارشنبې د وري په ۱۴مه نېټه) له غرمې مخکې ترسره شي او په کې به د ولسمشر غني ترڅنګ، اجراییه رییس، عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر، حامد کرزی، پخوانی جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف، د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار، د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش، د سولې عالي شورا ریییس، محمدکریم خلیلي، د اجراییه رییس، دوهم مرستیال، محمد محقق او د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال دوستم زوی باتور دوستم به ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د سولې له مشورتي جرګې وروسته د دوحې د ناستې په ترسره کولو ټینګار کوي، خو یو شمېر بیا د روانې زیږدیزې میاشتې، اپریل په ۱۴ نېټه د دې ناستې د ترسره کېدو غوښتنه کوي. ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه د غويي روانې لمریزې میاشتې په ۹مه نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیل‌زاد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، له همدې کبله باید ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتووالی ونیول شي.

خلیل‌زاد مرکه کې ویلي:"د دې چانس دی چې طالب او غیر طالب سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ټاکنو ترسراوي ته دې هم چمتووالی ونیول شي. خو ښه به وي چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره هوکړه وشي."

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالی په چټکه روان دی او له دې ډلې له بایومېټریک سره د رایه ورکوونکو نوم‎لیکې طرحه وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی مسافر قوقندي په دې اړه څرګنده کړه:"د ام ډي ار طرحه وروستۍ شوه، انشاالله نن ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول کېږي او شونې ده چې استول شوې هم وي چې دا یوه لویه خبر وه. بله مسله د ټاکنو د ورځې تعیینول و چې موږ له اعلان شوي مهال‎وش څخه شاته پاتې و- بل لوی کار چې موږ تقریا ترسره کړی د بایومېتریک نوم‎لیکنه چې د قانون پر بنسټ موږ ته ویل شوي، موږ له ځينو بنسټونو سره له هغې ډلې له مرکزي احصایې سره وروستۍ کړي دي."

په ورته وخت کې ولسمشر غني له دې وروسته، په ټاکنو کې ځنډ د زغم وړ نه بولي، هغه ټاکنې چې تر اوسه یې نېټه دوه ځله ځنډول شوې ده.

مخکې له دې زلمي  خلیلزاد په وار وار له طالبانو د افغان حکومت او سیاستوالو ټول شموله پلاوي د جوړېدو غوښتنه کړې وه

شریک یي کړئ