Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استازي: د ټاکنو کمېسیون دې ثابته کړي چې کار یې روڼ دی

په پلازمینه کابل کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو د جمعې ورځې (د لیندۍ په ۹مه) لاریون په ولسي جرګه کې له غبرګونونو سره مخ شو.

د دغې جرګې مشر د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې، دغه بنسټ باید خلکو ته له خپلو کړنو روښانه توضیحات ورکړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر ضد د ثبات او همپالنې ډلې د تېرې ورځې لاریونونه باید د ټولو لپاره د خطر جدي زنګ وي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلو مسوولیتونو پر وړاندې په ناکامۍ تورن وي.
     
د ولسي جرګې غړی شیر محمد آخندزاده وايي:«هغو کسانو چې درغلي کړې، هغو کسانو چې خیانت کړی باید خاین معرفي شي.»
 
د ولسي جرګې غړی شهناز غوثي هم څرګندوي:«زموږ د خلکو د واقعي رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړئ او زموږ خلک له دې ډېر په ناامنه او مبهمه فضا کې مه پرېږدئ.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوې اعلامیې کې ویلي چې، یوازې بایومېټریک شوې رایې د اعتبار وړ دي او دغه بنسټ له خپلو کړنو ځواب ورکړې ته چمتو دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند علي افتخاري په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تعریف شویو قوانینو او کړنلارو پر بنسټ د کمېسیون د جوړښت په چوکاټ کې عمل کوي.

له دې ټولو سره سره، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې خبرداری ورکړی: که چېرې د ټاکنیزو درغلیو په اړه شته تورونو ته رسېدنه ونه شي، نو پراخو لاریونونو ته به مخه کړي.

شریک یي کړئ