Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسدالله خالد پر غزني برید د امنیتي چارواکو د ناغېړۍ له امله دی

د غزني ولایت د پنجشنبې شبې له ناوخته (د زمري له ۱۸ مه) تراوسه د دولتي ځواکونو او طالبانو د نښتو شاهد وه او طالب جنګیالیو د غزني ښار ځينې برخې هم نیولې دي.

د ملي امنیت پخوانی رییس اسدالله خالد، د طالبانو له خوا د غزني ښار د ځينو سیمو نیول د امنیتي چارواکو ناغېړي او بې تفاوتي بولي.

ښاغلي خالد له طلوع نیوز سره مرکه کې وویل چې تراوسه غزني ښار ته مرستندویه ځواکونه نه دي رسېدلي او خلک په دغه ښار کې د اور په لمبو کې سوځي.

د ملي امنیت پخواني رییس اسدالله خالد څرګنده کړه:«په کابل کې د امنیتي چارواکو دا ادعا ردوم؛ داسې نه ده، طالبان دننه په ښار کې دي ښار اور اخیستی. او شهیدان په واټونو پراته دي هم مخکې او هم له پرونه هر څومره چې وکړای شول د چارواکو غوږ ته مو ورسول، فشار مو راوړ خو اورېدونکی غوږ نشته.»

په همدې حال کې، په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د غزني د خلکو استازي هم وايي چې غزني ښار له پخوا له ګواښ سره مخامخ وه، خو حکومت دغو ګواښونو ته پاملرنه نه ده کړې.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عبدالقیوم سجادي وايي:«د ولایت د ځايي چارواکو بې کفایتي او نه پاملرنه او په مرکز کې د امنیتي سکټورونو د مشرتابه نامسوولانه چلند،د غزني د خلکو د استازو د  ګواښونو سربېره دغه ښار یې د دښمن له درون ګواښ سره مخ کړ او د غزني د ویجاړۍ او د هېواد د اتلو بچیانو د مرګ لامل کېږي.»

غزني دریم ښار دی چې د ملي یووالي حکومت کې د هغه ځينې برخې د طالبانو لاسته ورځي.

بلخوا پخواني نظاميان د امنیتي ادارو مشران د جګړې په مدیریت کې په ناتوانۍ تورنوي.

پخوانی پوځي جاوېد کوهستاني په دې اړه وویل:«که‎چېرې افغان دولت هوډ درلود کولای شوای د طالبانو له یرغل مخکې هغوی یې له غزني ښار څخه بهر په کمربندونو کې په نښه کړي وای.»

له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزارت مني چې ګواښونو شتون درلود او ویې نه شوی کړای ترڅو ښار ته د طالبانو د ننوتو مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«غزني ته ځينې ګواښونه متوجه وو او تل هڅه دا ده چې لیرې شي له کابل څخه یو لوړپوړی پلاوی د غزني د اوضاع د څېړلو لپاره تللی د غزڼي ستونزې وڅېړل شوې، موږ خپلې تابیاوې لرلې، خو دښمن ناڅاپه په دغو سیمو بریدونه وکړل او له بده مرغه تېره ورځ ځينو سیمو ته ننوتل.»

طالبانو په داسې حال کې پر غزني ښار برید وکړ او یو شمېر سیمې یې ونیولې چې حکومت د اختر په ورځو کې له طالبانو سره د بیا اوربند پر طرحه کار کوي.

د غزني ښار له ډېر وخت راهیسې تر ګواښوونو لاندې و، داسې ګواښونه چې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې برخې د اور لمبو ته ټېل وهلې.

شریک یي کړئ