یوه ورځ وروسته له دې چې د سمنګانو پخوانی والي، عبدالکریم خدام د ولسمشر فرمان له مخې ګوښه شو او ده ورسره مخالفت وښود، اوس جمعیت د نوموړي ګوښه کول «ناموجه» بولي.
اسلامي جمعیت ګوند د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا ګوند د ملي یووالي حکومت د جوړیدو یو لوری دی او دا کار له حکومت سره د سیاسي هوکړې همغږي نه لري.
دې ګوند ویلي دي چې د سمنګانو ولایت او ترکمن قومي مشرانو د دریځ تائید سره د ولسمشر فرمان د والي لیري کېدو لپاره ردوي.
د سیمهيیزو ارګانونو خپلواکې ادارې دوه ورځې مخکې د سمنګانو والي، عبدالکریم خدام د ګوښه کولو اعلان وکړ، خو نوموړي دا پرېکړه ونه منله.
دوه میاشتې مخکې ولسمشر غني د بلخ والي، عطامحمدنور استعفاء ومنله خو ده له دې پرېکړې سره مخالفت و کړ او ویې ویل چې استعفايي شرایط لري.