Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسماعیل خان: له طالبانو سره د سولې په هکله د حکومت سیاست غلط دی

د هېواد له جهادي او سیاسي څېرو محمد اسماعیل خان د سولې د ټینګښت او پوځي عملیاتو په درشل کې د حکومت د پروګرامونو پر څرنګوالي نیوکه کوي.

هغه ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې په اړه د حکومت سیاست هم غلط دی.

محمد اسماعیل خان زیاتوي:«زه باید په څرګنده ووایم چې افغان حکومت د طالبانو په وړاندې د سولې په بهیر کې د یوې سترې تېروتنې په لور روان دي. طالبانو هېڅ کله له جګړې لاس نه دی اخیستی او تاوتریخوالی یې هم نه دی درولی. دا افغان حکومت دی چې کله فعالې دفاع ته مخه کوي.»

له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي جوړېدل د دغه پخواني جهادي قومندان له لیدلوري، د سولې غوټه نه پرانیزي. هغه وايي چې له طالبانو سره د مذاکرې پر مېز د دغه پلاوي د پایلو په اړه هېڅ باور نه لري:«پوځي غوره والی باید د افغانستان حکومت ترلاسه کړي او طالبان اړ کړي چې د سولې بهیر په لور نږدې شي او ګاونډي هېوادونه باید دې باور ته ورسېږي چې افغان حکومت د جګړې د ادارې وړتیا لري.»

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته؛ په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د پوښتنې وړ دی.

د ولسي جرګې غړی ستار حسیني په دې اړه وايي:«جګړه، د طالب جګړه نه ده، د سیمې هېوادونو استخباراتي جګړه ده. طالبان هوکړه لیک ته ژمن نه دي.»

د سیاسي چارو شنوونکي وايي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک وېش د طالبانو د بریدونو د زور اخیستو یو لامل دی.

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالقادر کامل په دې اړه وویل:«د سولې جوړونې په برخه کې د واحد او ګډ لیدلوري نشتون، د واک د وېش پر سر د سیاسي اختلافونو دوام، هم د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سټراټېژيکو شریکانو هم د زړه توروالي او ناهیلی لامل شوی او د افغانستان دښمن ته یې هم د فرصت زمینه برابره کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني اشرف غني په کابل او ننګرهار ولایتونو کېله خونړیو بریدونو وروسته اعلان وکړ چې دولتي ځواکونه دې یرغلي حالت غوړه کړي.

تېره ورځ کابل او ننګرهار ولایتونه د وسله والو بریدونو او ځانمرګي برید شاهد وو چې په دغو بریدونو کې کابو ۶۰ تنه ووژل شول. 

شریک یي کړئ