Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اشرف غني: حکومت حاضر دی چې دننه هېواد کې طالبانو ته دفتر پرانیزي

د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راکاږلو په لړ کې افغان ولسمشر اشرف غني هم وايي په دغه بهیر کې د اسانیاو برابرو لپاره چمتو دی چې طالبانو ته په کابل، کندهار، او یا هم ننګرهار کې دفتر پرانیزي.

ښاغلی غني چې نن د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته تللی و، د ننګرهار د ځايي چارواکو او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په وینا کې وویل که‎چېرې طالبان حاضر شي او په دغو ولایتونو کې دفتر پرانیزي، حکومت به د هغوی امنیت هم ونیسي.

ولسمشر وویل چې سوله راتلوونکې ده او حاضر دی چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره حتا خپل سر قرباني کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ سوله په مکه معظمه کې غواړو، هغه سوله خوږه ده که به مسکو کې؟ خلک وايي چې مکه معظمې ته ولاړل نه، خو مسکو ته ولاړل، دې پوښتنې ته باید ځواب ووايي. انشاالله سوله راتلوونکې ده، باعزته او پایداره سوله.»

د مسکو د ناستې برخوال چې له طالبانو سره له دوه ورځنیو خبرو وروسته له یو شمېر پیغامونو سره هېواد ته راستانه شوي وايي د مسکو د ناستې ګډون کوونکو ته د طالبانو مهم پيغام دا دی چې باید په هېواد کې جګړه پاي ته ورسېږي او سولې ته د رسېدو سمې لارې ولټول شي.

د مسکو غونډه کې ګډون کوونکی وحید مژده وايي:«بالاخره طالبان هم دې پایلې ته رسېدلي دي چې نه شي کولای تر ابده وجنګېږي او همدا چې طالبانو وویل موږ د واک د انحصار په هڅه کې نه یوو او ټول باید سره لاسونه ورکړو او په افغانستان کې یو نوی نظام رامنځته کړو، دا خبره په دې مانا وه چې طالبان تېره تجربه د ځان لپاره بنسدویه بولي، چې د واک انحصار نه شي کولای افغانستان ته سوله راولي.»

د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د سیاسي او ټولنیز رول په وړاندې د طالبانو انعطاف منل د دې ناستې د ګډون والو لپاره د ارزښت وړ پيغام دی.

د مسکو ناستې بل ګډون کوونکی نظرمحمد مطمین هم څرګندوي:« د ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او همدارنګه په اسلامي چوکاټ او افغاني دودونو پر بنسټ په دولتي بنسټونو کې کار کولو سره کومه ستونزه نه لرله او دا هغه څه وو چې په مجلس کې حاضرې ښځې هم پرې قانع وې.»

په داسې حال کې چې افغان حکومت د مسکو ناسته تر ډېره د سولې په هکله یوه علمي او سیاسي ناسته بولي خو د سولې عالي شورا وايي د دغې ناسته د پرېکړه‎لیک ځینې مادې په خپله تګلاره کې کاروي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي:«د مسکو غونډې غیر رسمي پرېکړه‎لیک چې صادر شو، د افغانستان د سولې عالي شورا هغه په دقیقه توګه مطالعه کوي او هغه ځایونه چې د افغانستان د ملت په خیر وي هغه ته په خپلو کاري چارو کې ځای ورکوي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، په دوحه کې د سولې له خبرو ملاتړ، د ملګروملتونو له تور نوملړه د طالبانو د نومونو ایستل، د دې ډلې د بندیانو خوشي کول، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل د مسکو د ناستې ځینې موافقې وې. 

ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته په سفر کې له طالبانو سره سولې ته اشاره کوي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره هیله من دی.

شریک یي کړئ