Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اصف: سولې ته د طالبانو د راکاږلو لپاره ټولیز فشار ته اړتیا ده

په تاشکند کې د سولې په غونډه کې د پاکستان له ګډون وروسته، د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو او په افغانستان کې پر نورو اورپکو د نړیوالو ګډ فشار غواړي. د دغه هېواد په باور ترڅو دغه ډلې خبرو اترو ته حاضرې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي دې ته اړتیا ته چې پر طالبانو نړیوال فشارونه زیات شي او دغه فشارونه به طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.

نوموړی ادعا کوي چې پاکستان تل په افغانستان کې سوله غوښتې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو میز ته د طالبانو حاضرول د نړیوالې ټولنې مسوولیت بولي.

هغه په دې اړه وویل:«پاکستان په پرېکنده توګه په افغانستان کې د سیاسي شخړو حل د سیاسي لارې څخه غواړي او د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستل او همدارنګه په افغانستان کې د سولې ټینګښت د نړیوالۍ ټولنې مسوولیت دی.»

له دې سره په ورته وخت کې‎، د نورو هېوادونو استازو د تاشکند غونډې په څنډه کې له ولسمشر غني سره لیده کاته کړي او له دغه بهیر څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ