د هېواد رسنیو نن (سې شنبې د سلواغې په ۱۵مه) پر هغه څه چې د افغانستان په دولتي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي شدید محدویت بلل کېږي، اعتراضي غونډه جوړه کړه.
د هېواد د ۳۰ تصویري، راډيويي او چاپي رسنیو مسوولان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکې ته په یوې اعتراضي غونډه کې وايي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې شاتګ کړی او رسنۍ په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د وضعیت خرابېدو په کلکه اندېښمن دي.
هغوی زیاتوي د دې سربېره چې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو خطرناکه هېواد دی، د افغانستان رسنۍ په سیمه کې تر ټولې ازادې رسنۍ دي، خو وروستۍ بې تفاوتۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په وړاندې ننګونو دغه لاسته راوړنه له خطر سره مخ کړې ده.
د رسنیو د مسوولانو په وینا، افغان حکومت «اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق قانون»او له ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې دوه ګونی چلند لري او په دې برخه کې د دولت بې تفاوتي او له دوکې ډګ چلند کرا کرا په یوه عادي امر بدلېږي.
دغه چارواکي ټينګار کوي چې په ټول دولت کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه د پام وړ ده، خو د سترې محمې، لویه څارنوالۍ، ملي امنیت، ملي تدارکاتو اداره، د ولسمشر دفتر، بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، مرکزي بانک، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت، له تړو بنسټونو شمېرل کېږي.
د رسنیو مسوولان د افغان دولت، نړیوالې ټولنې، او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو څخه وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ او ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. چې د افغانستان ځوانې ډیموکراسۍ د معلوماتو ازادۍ، بیان ازادۍ او رسنیو کړنلار خوندي شي.