Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قیصاري په ننګه اعتراض کوونکو سمنګانو کې هم د ټاکنو دفتر وتړه

د ملي جنبش پلویانو د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳ مه) د خپل لاریون په دولسمه ورځ په سمنګانو کې د ټاکنو کمېسیون دفتر دروازه هم وتړله.

له دې سره په ورته وخت کې په غوسه اعتراض کوونکو د کابل – سنمګانو لار هم د څو ساعتونو لپاره وتړله.

هغوی د کابل – سنمګانو د لویې لارې په اوږدو کې د ایبک ښار په بندر کې د پرلت خیمه ودروله او ګواښ یې وکړ که‎چېرې د حکومت له خوا یې غوښتنې ونه منل شي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له ټاکنې سره به پرېکون وکړي.

دغه لاریون کوونکي د نظام الدین قیصاري د ازاېدو او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو غوښتونکي دي.

له دې وړاندې هم، د ملي جنبش ګوند پلویانو په بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او تخار کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي وو.

په سمنګانو کې د ملي جنبش یو پلوی عوض بېګ وویل:«د ټاکنو کمېسیون مو وتړه، که‎چېرې د حکومت له خوا زموږ غوښتنې ونه منل شي، په پراخه کچه به په مدني نافرمانیو لاس پورې کړو.»

خو د سمنګانو د والي ویاند وايي چې د سیمه‎ييزو چارواکو په منځګړيتوب د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه بېرته پرانستل شوه.

بلخوا، په تخار کې د ملي جنبش ګوند پلویانو د لاریون په لسمه ورځ، د دغه ولایت د اوسېدونکو د ژوندانه عادي بهیر او کار له یو لړ ستونزو سره مخ کړی دی.

  هغوی له حکومته غواړي چې د دغه لاریون د پای لپاره ځينې لارې وپلټي.

عبدالرحمن د تخار یو تن اوسېدونکی دی. دغه ۷۰ کلن سړی چې د بوټانو د ګنډلو هټۍ لري، وايي له لاریون مخکې د ورځې تر ۲۵۰ افغانیو کار کاوه، خو په دې ورځو کې حتا نه‎شي کولای ۵۰ افغانۍ کار وکړي او خپلې ۸ کسیزې کورنۍ ته ډوډۍ یوسي.

په تخار کې د لاریون د ۱۰ ورځو په لړ کې د دې ترڅنګ چې څو دولتي بنسټونه یې وتړل، د تالقان ښار په بېلابېلو برخو کې یې د پرلت ۹ خېمې هم ودرولې.

د حکومت او د ملي جنبش ګوند د پلویانو ترمنځ شخړې له هغې وروسته زیاتې شوې چې دولتي ځواکونو د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم استازی نظام الدین قیصاري یې ونیو.

د هغه په پایله کې، لاریون کوونکو په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ولسمشر غني په وړاندې اعتراض وکړ او په ځينو ولایتونو کې د هغه انځور ته یې اور ورته کړل.

له دې سره چې حکومت د نظام الدین قیصاري ۷ تنه سرتېري له بند څخه ازاد کړل، خو د ملي جنبش ګوند د پلویانو اعتراضونه د هرې ورځې له تېرېدو سره په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د زیاتېدو په حال کې دي او همدارنګه په جوزجان کې له څو ورځو راهیسې دولتي بنسټونه تړلي دي.

شریک یي کړئ