Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي

د افغان حکومت اجراییه عبدالله عبدالله د تاجکستان د غونډې په څنډه کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له ولسمشرممنون حسین سره د تاجکستان په دوشنبې ښاره کې د لیدنې په ترڅ کې د دوو اړخیزو اړیکو د څرنګوالي، د ترهګرې په وړاندې د مبارزې او د یو شمېر سیمه‎ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې دي.

د اجراییه ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې دواړه خواوو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په پار د افغان حکومت له هڅو او  اوربند نه ملاتړ کړي دي.

په دغې غونډه کې د پاکستان ولسمشر د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر مولانا فضل‎الله په وژل کېدو کې د افغانستان بنسټیزه ونډه وستایله او مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه‎والي او د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حسین، د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو هڅو او تګ راتګ ته په نغوتې سره وویل:«عمل د پاکستان او افغانستان د عمل ګډ پروګرام د سولې او ملي پیوستون لپاره کولای شي له دواړو هېوادونو سره د سیمه‎ییز ثبات او امنیت او اړیکو له ښه‎والي سره مرسته وکړي.»

د خبرپاڼې په حواله په دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کېدو، د استخباراتي اطلاعاتو د تبادله کولو، د دواړو هېوادونو د پوځي او ملکي چارواکو د ناستو د زیاتېدو او سولې ته د طالبانو د حاضرولو په اړه هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي عبدالله هیله ښودلې چې د دواړو هېوادونو صادقانه او جدي ګامونه به سولې ته په رسېدو کې ګټورې پرېوځې.

اجراییه رییس له اسلام اباد نه غوښتي چې په پاکستان کې د طالبانو په وړاندې غوڅ او عملي ګامونه پورته کړي.

اخوا د دغې غونډې په څنډه کې ښاغلي عبدالله همدارنګه د چهارشنبې په کهیځ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بیردي محمداوف سره لیدلي دي.

په دغې لیدنه کې د ترکمنستان ولسمشر، افغانستان یې له  نېږدې ګاونډیو او ملګرو وباله او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخیتا غوښتونکی شو.

ښاغلي محمد اوف اوبه یې د سیمې او نړۍ یوه مهمه پانګه وبلله او په سیمه کې د اوبو په اړه د ګډ کار او د غوره استفادې په اړه یې ټنګار وکړ.

هغه د خپلو ویناوو په بله برخه کې وویل چې د ټاپي پروژه د قناعت وړ په مخ ځي او ترکمنستان د غازو نل‎لیکه تر هراته غځوي او دوه هېوادونه کولای شي چې په بېلابېلو حوزو کې له غازو کار واخلي.

د تاجکستان د غونډې په څنډه کې د پاکستان ولسمشر د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر مولانا فضل‎الله په وژل کېدو کې د افغانستان بنسټیزه ونډه وستایله او مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه‎والي او د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ