Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دویم سفر

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د شنبې له غرمې وروسته د هغه څه په منظور چې ایراني رسنۍ یې د افغان سولې په اړه خبرې اترې بولي کابل ته راغلی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلی عراقچي په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په دغې لیدنه کې «دولت په دولت د هر اړخیزو مناسباتو اهمیت، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر او د چهابهار بندر د غوره استفادې په اړه»خبرې اترې وشوې.

د خبرپاڼې پر بنسټ، عراقچي په تهران کې د طالبانو د وروستۍ لیدنې په اړه ولسمشر غني ته راپور ورکړ:«د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، له طالبانو سره د ایراني چارواکو د وروستۍ لیدنې په اړه ولسمشر غني ته رپوټ ورکړ او د افغان سولې په اړه د افغانانو پر مشرۍ او مالیکت اصل ته د خپل دولت له ژمنتیا ډاډ ورکړ.»

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې په دغې لیدنه کې ټینګار شوی چې کارونه د افغانستان او ایران ترمنځ په همغږۍ سره مخ ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي عراقچي د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ادریس زمان سره لیدنه وکړه.

دا په یوې وروستۍ میاشت کې کابل ته د ښاغلي عراقچي دویم سفر دی. هغه څو اوونۍ مخکې کابل ته راغلی وه او له ولسمشر، اجراییه رییس، او د ملي یووالي حکومت له نورو چارواکو سره لیده کاته کړي وو.

هغه تهران ته تر سنېدو وروسته د طالبانو د استازو کوربتوب وکړ. د ایران د بهرینو چارو وزارت وویل چې ښاغلي عراقچي د ایران حکومت د یوه پلاوي په مشرۍ له طالبان استازو سره ولیدل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا د افغان سولې خبرې اترې، د دغو خبرو اترو چورلیز وو. هغه لیدنه چې طالبانو یې هم پخلی کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا لیدنه له افغان حکومت سره په همغږۍ کې شوې ده. 

شریک یي کړئ