Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د سولې راوستو هوکړه لیک پر څلورو برخو متمرکز دی

د امریکا ترټولو اوږده جګړه چې په افغانستان کې یې کابو دوې لسیزې دوام وکړ، له طالب ډلې سره د هوکړه لیک له لاسلیک سره پای ته رسیدلې اعلان شوه.

افغانستان ته د سولې د اروستو هوکړه لیک پر څلورو برخو - د امریکا او متحدینو په وړاندې یې د افغانستان له خاورې نه استفاده کول، د څوارلسو میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د دایمي اوربند اعلان او افغانانو خپل منځي خبرو پیل باندې متمرکز دی.

لومړی بند:«د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د ملکي او غیرډیپلوماټیکو کارکوونکو، خصوصي امنیتي قراردادیانو، روزونکو او ملاتړي خدمتونو د کارکوونکو په ګډون ټول امریکایي، متحدین او ایتلافي شریکات د هوکړې له لاسلیک وروسته په څوارلسو میاشتو کې وباسي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی عبدالسلام حنفي په دې اړه وايي:«د امریکا متحده ایالاتو ټول غیرډيپلوماټیک مامورین، د څوارلسو میاشتو په موده کې د افغانستان خاوره پرېږدي.»

د دغې هوکړې په دویم یا اساسي بند د بندیانو د خوشې کولو لپاره د دواړو لوریو ژمنه ده چې د باور جوړونې نوم ورکړل شوی دی.

دویم بند:«امریکا ژمنه ده چې له ټولو اړوندو لوریو سره بې له ځنډه باور جوړونې اقدام په توګه ژر ترژره د ټولو جنګي او سیاسي اسیرانو د خوشې کولو په اړه کار پيل کړي، ترڅو د طالبانو د اسلامي امارت پنځه زره بندیان چې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا د یوه رسمي دولت په توګه نه پېژندل کېږي او د طالبانو په نوم پېژندل کېږي، او همداراز د بل لوري تر زرو تنو بندیان د ۲۰۲۰ کال د مارچ تر لسمې، د افغانانو ترمنځ د خبرو تر لومړۍ ورځې چې د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب له پنځلسمې او د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د کب له شملې سره برابره ده خوشې شي.»

نور موضوعات چې پر طالب مشرانو د بندیزونو لیرې کول، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ په وړاندې د امریکا ګواښ یا د زور د کارولو مخنیوی بلل شوی او همداراز د افغانستان له راتلونکي نظام سره د واشنګټن اقتصادي همکارۍ چې په دغې هوکړه کې د (نوی اسلامي حکومت) په نوم بلل شوی، په افغانستان کې د سولې راوستو د هوکړې نورې برخې دي.

درېیم بند چې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل د واشنګټن لپاره د دغې موافقې تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.

درېیم بند:«د افغانستان اسلامي امارت، چې د امریکا د متحده ایالتونو لخوا د دولت په توګه نه پېژندل کېږي او د طالبانو په نوم پېژندل کېږي، خپل هېڅ غړي یا نورو کسانو او ډلو له هغې جملې القاعدې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د امریکا د متحده ایالتونو او متحدینو د امنیت په وړاندې د ګواښ په توګه وکارول شي.»

څلور بند هم د افغانانو خپل منځي خبرو اترو پیل دی چې ټاکل شوې د بندیانو له خوشې کولو وروسته د مارچ په لسمه نېټه په یوه اروپايي هېواد کې پيل شي. 

د دغې موافقې له پیله تر پایه ټینګار شوی چې واشنګټن طالبان د یوه دولت په توګه نه پېژني، خو د هوکړې په ځینو بندونو کې له طالبانو یو لړ ژمنې اخیستل شوې دي چې تر ډېره له دولتونو اخیستل کېږي، د بېلګې په توګه د هوکړې په یوه برخه کې لولو:«د افغانستان اسلامي امارت ـ چې د امریکا د متحده ایالتونو لخوا د دولت په توګه نه پېژندل کېږي او د طالبانو په نوم پېژندل کېږي ـ د هغو کسانو لپاره چې د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیت لپاره ګواښ وګڼل شي، افغانستان ته به د هغوی د راتلو ویزه، پاسپورت، د سفر اجازه او نور قانوني اسناد برابر نه کړي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی امیرخان متقي وویل:«موږ له هېچا سره شخصي دښمني نه لرو. موږ چې هر څه مبارزه کړې، د اعلای کلمه الله په خاطر، د افغانستان د ژغورنې، د افغانستان د خلکو د ازادۍ لپاره وه اوس هم هغو اصولو ته ژمن یوو.»

د دغې هوکړې په خپرېدو سره په هغې کې د ځینو بندونو او متونو په هکله د کابل او واشنګټن په نظرونو کې یو لړ اختلافات هم راڅرګند شوي دي.

لکه څنګه چې لیدل کېږي دغه دوه متحدین، د هوکړې د ځینو لویو موضوعګانو لکه د بندیانو د خوشې کولو او د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه یو شان نظر نه لري او یوازې د هوکړې جزیاتو کابل هم خوښ کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه ویلي:«د اسلامي امارت کلمه، هغه کلمه ده چې طالبانو د ځان لپاره استعمال کړې ده او له امریکا سره په خپل هوکړه لیک کې په ځلونو تایید کړې چې دا دولت نه دی او په رسمیت نه دی پېژندل شوی.»

له بشري حقونو او د ښځو له حقونو ملاتړ او د افغانستان د اساسي قانون په شان ارزښتونو خوندیتوب هغه مسایل دي چې افغانستان ته د سولې راوستو په هوکړه کې په روښانه توګه ورته اشاره شوې ده.

په اوسني وضعیت کې چې په افغانستان کې تراوسه هم په ټاکنو کې د بري بحث جنجالي دی او سوله تر ډېره د سیاستوالانو لومړیتوب نه دی، دا اندېښنه تر ډېره مطرح ده چې ایا طالبان به چې د سولې په مذاکراتو کې یې تراوسه په منسجمه توګه عمل کړی، د دې لوبې د راتلونکو پړاوونو ګټونکي به هم نه وي؟ 

شریک یي کړئ