Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د خبریالانو لپاره درېیم خطرناکه هېواد دی

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل یوه تازه رپوټ افغانستان د خبریالانو لپاره درېیم خطرناکه هېواد په بللی دی.

د بې پولې خبریالانو په سږني رپوټ کې د خبریالانو لپاره د څلورو خطرناکو هېوادونو په منځ کې ځای افغانستان ته هم ورکړی دی.

په دغه رپوټ چې نن سې‎شنبې خپورشوی راغلي دي چې د روان زیږدیز کال په لړ کې ۶۵ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وژل شوي دي او دا شمېر په وروستیو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ټیټ شمېر دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې ۶۰ سلنه دغه کسان وژل شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، سوریه، مکسیکو، افغانستان، عراق هېوادونوه د خبریالانو لپاره په نړۍ کې خطرناکه هېوادونه بلل شوي دي.

رپوټ وړاندې کاږي چې د روان کال په اوږدو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ۲۰۲ مسلکي خبریالانو په ګډون د رسنیو ۳۲۶ کارکوونکي بندیان شوي دي.

رپوټونه لیکي چې له دې ډلې په افغانستان کې د روان کال او د څلورو بېلابېلو بریدونو په پایله کې دوه خبریالان او ۷ تنه د رسنیو همکاران وژل شوي دي.

افغانستان تېره د خبریالانو لپاره دویم خطرناک هېواد پېژندل شوی وه.

شریک یي کړئ