Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د وروستیو بریدونو په تړاو اسناد له امریکا سره شریکوي

د تېرې سې شنبې په ورځ کابل او ننګرهار کې بریدونو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ  ابهامات رامنځته کړي دی.

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات وايي یاد بریدونه د داعش ډلې لخوا شوي ځکه یاده ډله افغانستان کې سوله په خپله زیان ګوري، خو افغان حکومت بیا څرګندوي چې دغه بریدونه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو لخوا شوي دي.

همداراز نن دوشنبې(د غويي په ۲۹مه نېټه) د هېواد د ملي امنیت ریاست سرپرست، احمدضیاء سراج وايي چې افغان حکومت به د وروستیو بریدونو په تړاو له امریکا سره اسناد شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:«د هغو کسانو له اعترافه چې نیولي مو دي، ښکاره کیږي او موږ کافي اسناد لرو چې وروستي بریدونه کړیو د حقاني او داعش ډلې سره په همغږی کړي دي او دا اسناد به له امریکا سره شریک کړو.»

ښاغلي سراج زیاته کړه:«افغانستان کې د داعش مرکز له منځته وړل شوی دی او یوازې څو مهم غړي یې پاتې وو چې وبه نیول شي.»

هغه طالبان تورن کړل چې خپلې اړیکې یې له ترهګرو ډلو سره نه دي پرې کړې:« طالبانو په دې وروستیو کې له ترهګرو ډلو لکه د القاعدې او لشکرې طیبې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.»

امریکا متحده ایالت د سې شنبې په ورځ کابل او ننګرهار کې د بریدونو مسوول، د داعش ډله بولي.

دغو بریدونو کې له ۵۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او له ۱۲۰ ډېر کسان ټپیان شول.

که څه چې داعش ډلې ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د برید مسوولیت ومانه، خو د کابل برید چا نه دی منلی.

تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح وویل چې هېواد کې وروستي بریدونه طالبانو کړي دی او بهرنیان یې په تړاو وسوسه رامنځته کوي.

د ښاغلي صالح اشاره د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازي، زلمي خیلیلزاد خبرو ته وه چې له بریدونو وروسته یې ویلي وو، دغه بریدونه د داعش ډلې کړي دي او د سولې لپاره باید پلمې ونشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن په غزني کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو پر یوه مرکز د برید مسوولیت ومانه چې په ترڅ کې یې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

خبري ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د پوځ لوی درستیز ټینګار وکړ چې د طالبانو پر وړاندې به یرغلییز بریدونه دوام وکړي.

امریکا متحده ایالت د سې شنبې په ورځ کابل او ننګرهار کې د بریدونو مسوول، د داعش ډله بولي

شریک یي کړئ