Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د ډموکراسۍ نړیوال شاخص کې ۱۴۱ ځای خپل کړی

د اکونومیسټ مجلې د ډموکراسۍ شاخص څېړنې له مخې افغانستان د ډموکراسۍ له پلوه ښه کال تېر کړی او په دې سره د یادې مجلې د تېر کال له ۱۴۳ درجې ۱۴۱ درجې ته پورته شوی دی.

د یادې مجلې د کلنۍ ارزونې له مخې که څه هم افغانستان د نړیوالې ډموکراسۍ په نوملړ کې دوه ګامه پورته تللی، خو د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په پرتله یې په ۲۰۱۹ کال کې لږ امتیاز ترلاسه کړی دی او په دې سره یې ۱۴۱ ځای خپل کړی.

آزادو ټاکنو کې د خلکو ګډون کمښت، د دولت کارکړنو کې ضعف، دولتي بنسټونو باندې د خلکو باور کمښت، د سیاسي ګوندونو تحلیلی، دولت کې د غیرمتخبو بنسټونو نفوذ، د دولتي غوره کسانو او رای ورکوونکو ترمنځ واټن، د رسنیو او مطبوعاتو ازادیو کمښت او فردي او ټولنیزو آزادیو کمښت هغه علتونه دي چې افغانستان د نړیوالې ډموکراسۍ په نوملړ کې ښکته راوړلي.

اکونومیسټ مجله وړاندوینه کوي چې د افغانستان اقتصادي وده به د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په پرتله ۲۰۲۰ کال کې کمه وي.

د ډموکراسۍ شاخص په منځني توګه پنځه اصلي برخې چې د ټاکنو تګلاره او تکثر پالنه، د دولت کارکړنه، سیاسي مشارکت، سیاسي فرهنګ او مدني ازادۍ ارزوي.

شریک یي کړئ