Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان له سوریې وروسته د خبریالانو لپاره ګواښوونکی هېواد دی

Normal
۰

false
false
false

MicrosoftInternetExplorer4

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د روان زیږ دیز کال له پيله تراوسه، په افغانستان کې ۱۰ خبریالان وژل شوي دي او همدارنګه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰ دوسیې ثبت شوي دي.

د دغې کمېټې غړی صدیق الله توحیدي په کابل کې د «په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای، د ازادي بیان او د قانون د واکمنۍ پیاوړتیا» له نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه، افغانستان له سوریې وروسته د خبریالانو لپاره په نړۍ کې دویم خطرناک هېواد دی.

ښاغلي توحیدي په دې اړه وویل:«افغانستان تراوسه هم د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد دی.»

د خبریالۍ کار په افغانستان کې یو تر ټولو ننګونکی کار شمېرل کېږي. په کابل کې د یوې رسنۍ خبریاله زهرا ستوده چې په کابل کې د اطلاع رسونې په یوې ورځپاڼه کې کار کوي، په افغانستان کې د خبریالۍ د کار له ستونزو څخه وايي:«هغه څه چې زه تر ډېره د امنیتي ګواښونو، تر ډېره له زور ویلو له هغه سره مخ شوې یم همدا دي چې زه نه یم توانېدلې له دولتي ارګان څخه بشپړ مالومات ترلاسه کړم او دا زما لپاره یوه ستره ستونزه ده.»

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یونما هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي اندېښنه لري، خو وايي چې دغه سازمان په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د بیان ازادۍ د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

 په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان استازی رینانند څرګنده کړه:«ولس واکي نه شي کولای له عمومي بحثونو او یوه رسنیز سکټور له کار او ځواک سره رېښه ونیسي او وده وکړي، د افغانستان اساسي قانون په خپلې ۳۴ مادې کې د دغه سکټور اهمیت او اړتیا په رسمیت پېژندلي دي.»

خو حکومت د ازادي بیان د ساتو لپاره له ژمنتیا خبره کوي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګنده کړه:«موږ په دې باور یوو چې رسنۍ او مدني ټولنه یوه ځواب ویونکي حکومت ته اړتیا لري واوسوو.»

له دې سره اروپايي ټولنه هم په افغانستان کې د خبریالۍ له بد وضعیت او همدارنګه د خبریالانو په وړاندې له امنیتي ګواښونو او تاوتریخوالی څخه اندېښنه څرګندوي.

شریک یي کړئ