Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان په اړه د ایران دریځ په تړاو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، افغانستان کې سیاسي ترینګلتیا په اړه د ایران دریځ ته غبرګون وښود.

بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر لیکلي، کابل له تهران سره د اړیکو پراختیا غواړي او داسې حال کې چې افغانستان او ایران ګډې تاریخي، دیني او کلتوري راشه درشه لري، داسې تمه ترې نه کېده چې افغانستان کې لویو مسایلو په اړه دې عادي نظر ولري.

تېره ورځ(یک‎شنبې د وري په ۳مه نېټه) ایران ویلي وو چې افغانستان کې سیاسي او امنیتي بدلون ته اندېښمن دي او دا بدلون څاري.

د ایران د حکومت خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو نتیجې پر سر رامنځته شوی اختلاف په کورنۍ ټیکاو اغېز لري چې سیمه ترې ګواښ احساسوي.

د ایران حکومت ویلي، افغانستان کې اوسنی رامنځته شوی اختلاف، دغه هېواد کې په ټاکنو کې شته ستونزو ته د  امریکا متحده ایالاتو د نه پام له کبله شوی.

ایران خپله اعلامیه کې ویلي دي چې افغانستان کې ټاکنو پایلو له کبله د راپورته شویو اختلافاتو د اغېزې په تړاو چې داخلي او سیمه کې به ګواښونه راپوته کړي، اندېښنه لري.

شریک یي کړئ