Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان په نړې کې اووم تر ټولو پاتی هیواد

افغانستان يو ځل بيا د غوره حکومتولۍ د رامنځته کولو له پلوه د نړۍ له اووم پاتي هيواد په توګه وپیژندل شو.
د سولې بنسټ چې د بشري حقونو، ودې، د بهرنۍ لاسوهنې، د حکومتونو د مشروعيت، ټولنيزو خدمتونو، د امنيتي ادارو د توانمنيو او فرقه اي جنجالونو له پلوه د هيوادونو د وضعيت څيړنه کوي د افغانستان نوم يې په دې برخه کې د ناکامو هيوادونو په اووم کتار کې شامل کړی دی.

دغه بنسټ چې مرکز کې په  واشنګټن کې دی وايي په افغانستان کې له پراخو پانګونو سره سره تراوسه دغه هيواد د نړۍ له بې ثباته هيوادونو څخه دی.

په ټول افغانستان کې اداري افساد، نشه اي توکي او توندلاري اصلي ننګونې بلل کيږي.

ددغه رپوټ له مخې افغانستان تير کال هم په همدې اووم ځاي کې و له همدې امله د ښې حکومتولۍ او د خلکو د ژوندانه د وضعيت په اړه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په روان ميلادي کال کې د کورنيو کډوالو او بې ځايه شويو شمير زيات شوی دی په داسې حال کې چې تير کال د سږ کال په پرتله دا کچه لږ وه.

د سیاسي چارو کارپوه، محمد قاسم وفایی زاده وايي، "زه فکر کوم چې د خارجي مرستو له کمښت او افغاني ځواکونو ته د امنیت لیږد سره سره، په دې نوملړ کې د افغانستان نوم د تیر کال په ځای کې پاتې کیدل بیا هم یو غوره خبر دی."

په همدې توګه بې وزلي د افغانانو په وړاندې لويه ننګونه بلل شوې ده او د بې وزلو او وزګارانو شمير د تير کال په پرتله زيات شوی دی.

د خلکو او دولت ترمنځ واټن هم د تير کال په پرتله زيات شوی دی، د سولې بنسټ وايي افغان حکومت خلکو ته د ټولنيزو خدمتونو په رسولو کې د تير کال په شان ناکام و.

د پوهنتون ښوونکی، بریالی فطرت وايي، "د افغانستان په وضیعت کې د غوره والي نه راتلل لامل روښانه دی، یو یې هم د ناامنیو دوام دی چې د دې لامل شوی چې پانګه وال دې په افغانستان کې پانګونه ونکړي او د خلکو اقتصادي وضیعت خراب شي، دوهم دا چې په ملیاردونو ډالر بېځایه مصرف شوي، اداري فساد زیات شوی، او اړینه بیا رغونه نه ده تر سره شوې."

دغه بنسټ زياتوي د بشري حقونو د خونديتوب په برخه کې تراوسه هم لازمې هڅې نه دي شوې او دا کار لازياتو هڅو ته اړتيا لري.

په دغه رپوټ کې راغلي پاکستان د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه په لسم کتار کې راغلی دی او ايران په دې برخه کې ۴۴ ځاي خپل کړی دی.

افغانستان يو ځل بيا د غوره حکومتولۍ د رامنځته کولو له پلوه د نړۍ له اووم پاتي هيواد په توګه وپیژند

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه