د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په خپله تازه خپره شوې څېړنه کې وايي چې هېواد کې د امنیت خرابېدو، بې وزلیو، توپيري چلند لامل شوی دی چې کابو ۳،۷ میلیونه ماشومان له زدهکړو بې برخې شي.
د یاد بنسټ د راپور له مخې چې نن(یکشنبې د غبرګولي۱۳مه) خپور شوی په کې راغلي دي چې د ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه وروسته تر ټولو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له ۷ تر ۱۷ کلونو دی له زده کړو پاتې شوې دي.
راپور زیاتوي چې د دې ماشومانو کابو ۶۰ سلنه نجونې جوړوي.
وړاندې راغلي دي، د کندهار، هلمند، وردګ، پکتیکا، زابل او ارزګان ۸۵ سلنه نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
راپور یې لامل په کم عمر کې واده کول، د تاوتریخوالیو له کبله بې ځایه کېدل او د ښځینه ښوونکو نشتوالی لامل شوی چې ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زدهکړو بېبرخې شي.
په افغانستان ې ک د یونیسف استازې آدیل خضر په دې اړه وايي:«روان وضعیت د افغانستان لپاره ښه غوراوی نه دی، کله چې ماشومان له زده کړو بې برخې وي نو ناوړه ګټې ترې پورته کېږي.»
راپور همدراز ویلي دي چې اوسمهال افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر ټيټ شوی دی چې د ښوونځي له پیله وروسته یې خوشې کولو. «اوس مهال هغه ماشومان چې ښوونځیو ته شاملیږي کابو ۸۵ سلنه یې ښوونځي پای ته رسوي.»