د بشري حقونو د څار ډله وايي نړیوال بانک باید هغه عوامل له منځه یوسي چې په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو مخنیوی کوي.
دغه بنسټ وایي په افغانستان کې ښوونځیوته د نجونو ورتګ کم شوی.
د بشري حقونو د څار ډله له نړیوال بانکه غوښتي چې زده کړو ته د نجونو د هڅولو لپاره د درې سوه مېلیونو ډالرو په کچه د مرستې کڅوړه اعلان کړي.
د یونیسف په تازه رپوټ کې راغلي د افغان ماشومانو نیمايي برخه یعني درې عشاریه اوه مېلیونه ماشومان له زده کړو پاتې دي.
د دغه راپور پر بنسټ ډېری یا هم ۶۰ سلنه دغه ماشومان په هلمند، کندهار ، پکتیکا، ارزګان ، وردګو او زابل ولایتونو کې له زده کړو پاتې دي.