Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د امریکا د مرستو اغېزې و د ګټنې څرنګوالی

افغانستان د سپټمبر یوولسمې نېټې وروسته تېرو کابو نولسو کلو کې د نړیوالې ټولنې لویې مرستې ترلاسه کړې چې ویل کېږي ځینو برخو کې ترې په سمه توګه ګټنه نه ده شوې.

د نړیوالو بنسټونو لومړنیو شمېرو له مخې یاده موده کې له ۱۳۰ میلیارډو ډېرې نړیوالې پیسې په مستقیم او غیر مستقیم ډول افغانستان ته جذب شوې دي، خو له دې سره سره لا هم افغانستان کې بنسټیزې برخې له ستونزو سره مخامخ دي.

ځیني بنسټونه افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کوي.

د القاعدې ډلې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې به یوولسمه نېټه د امریکا پر نړیوالې سوداګرۍ مرکزونو په نیویارک کې برید وکړ چې په ترڅ کې یې کابو ۳ زره کسان ووژل شول.

له دې پېښې وروسته امریکا او متحدینو یې پر افغانستان برید وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې  نړیوال ایتلاف جوړ او د طالبانو رژیم یې له منځ یووړ.

د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال، مارشال عبدالرشید دوستم وايي:«دولس تنه ځانګړي ځواکونه راغلل چې مشري یې د مارک په نامه یوه کس کوله، مزار او شپږ نور ولایتونه هماغه ورځ تصفیه شول او کندز تصفیه شو.»

افغانستان ته د نړۍ ۵۲ هېوادونو ځواکونو راتلو سره د افغانستان د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ۳۵۰ زره کس ییز پوځ بنسټ کېښودل شو او اوس دغه ځواکونه د جګړې دروند بار په اوږو وړي.

ولسمشر غني  سپټمبر یوولسمې نېټې په تړاو:«د افغانانو قربانیوو له برکته نړۍ د سپتمبر یوولسمې نېټې پېښه بیا ونه لیده.»

خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتونه ډېر وخت نه وو تېر شوی چې نا امنۍ زیاتې او جګړو هم زور واخیست.

اوس چې له سپټمبر ۱۱ پېښې نه کابو نولس کاله تېریږي د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده او دې موده کې کندز دوه ځله د طالبانو لاسته ولوید او همداراز غزني او فراه ښارونو کې هم د جګړې اور بل شو او طالبان یې مرکزونو ته ورسېدل.

 په همدې حال کې وړمه ورځ د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د افغانستان حالات د اندېښې وړ او له کړکېچه ډک وبلل. هغه د شانکهای همکاریو سازمان یوې ناستې ته په انلاین ډول خبرو کې ویلي دي چې منځنیځ ختیځ او افریقا کې لا هم نښتې روان دي او جرایم د زیاتوالي په حال کي دي.

همداراز مارشال دوستم زیاتوي:«اوس د افغانستان امنیتي حالت ښه نه دی، انسان باید واقعیت اوايي، څنګه کولی شو چې ښه ورته اوایوو؟ د تېرې ورځې پېښه د ولسمشر لومړي مرستیال پر وړاندې مو په خپلو سترګو ولیده.»

افغانستان کې د امریکا نولس کلنې جګړې په ترځ کې کابو دوه زره او پنځه سوه امریکايي سرتېري ووژل شول او کابو ۱۶ زره هم ټپیان شول.

پخوانی پوځي، جنرال عتیق الله امرخېل داسې نظر لري:«طالبانو ښارونه تش کړل او لاړل، نه یې هسته له منځه لاړه او نه یې لیکي له منځه ولاړې.»
د پوهنتون استاد، فرامرز تمنا زیاتوي:«افغانستان چمتو نه وو چې له دې ظرفیتونو او د امریکا متحده ایالاتو له امنیتي ملاتړه ګټنه وکړي.»

افغانستان کې د امریکا دغه جګړه تر ټولو اوږده بلل کیږي؛ لا هم نه ده روښانه چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې له ټاکنو وروسته به دغه جګړه له درېیو ولسمشرانو وروسته د امریکا متحده یالاتو څلورم ولسمشر ته په میراث پاتې شي او که قطر کې د سولې خبرې به ورته د پای ټکی کیږدي.

شریک یي کړئ