د امریکا د بهرنیو چارو زوارت په نړۍ کې د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني رپوټ کې لیکلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د هغه حکومت نه دی توانېدلی د انساني قاچاق په مخنیوي کې لږ تر لږه تعیین شویو معیارونه ترسره کړي خو دغې موخې ته د رسېدو لپاره مهمې او اړینې هڅې پیل شوې دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، افغان حکومت د جنسي استفادې او د امنیتي ځواکونو له خوا د ګمارنې د مخنیوي په درشل کې پرمختګ نه دی کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وايي چې انساني قاچاق په نړۍ کې یوه ننګونه ده.
هغه په یوې غونډه کې په دې اړه وویل:«انساني قاچاق یوه نړیوالۍ ستونزه ده، خو یوه سیمهییزه ستونزه هم ده. په یوه غوښ کړل شوي رسټورانټ کې د قاچاق ښکارنده، د ښار په یوه هوټل کې، په استوګنځي او یا هم د کور په نېږدې کې پیدا کېدای شي.»
د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي چې افغان حکومت د تېر په پرتله، د انساني قاچاق د مخنیوي په درشل کې ګړندۍ کړي او د جزا قانون له اصلاح او سمون سره د انساني قاچاق سزا زیاته شوې خو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د ګمارلو او جنسي استفادې په مخنیوي کې بریالي نه وو او نه دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې په تېر زیږدیز کال کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ۷۹ ماشومانو د ګمارنې مخنیوی شوی دی او کابل د انساني قاچاق په اړه د چا له تورنېدو او یا هم محکمې ته د کاږلو خبر نه دی ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو زوارت په سږني رپوټ کې ویل شوي دي چې د ټیټې رتبې لرونکو چارواکو د نشهيي توکو او انساني قاچاق د قربانیانو په تفکیک کې په ځلونه تېروتنه کړې او په ډېریو مواردو کې د انساني قاچاق قربانیان د جنایت د ترسره کېدو په تور بندیان شوي دي.
په رپوټ کې همدارنګه راغلي چې افغان حکومت د قربانیانو د خوندیتوب په زمینه کې ډېرې هڅې کوي خو بسندویه نه وې او حکومت چې په دې برخه کې یو مرکز جوړ کړی وه د مرسته کوونکي د مرستو له درېدو سره وتړل شو.
رپوټ اخوا لیکي چې افغان حکومت او د هغه مخالفې وسلهوالې ډلې په ناقانونه توګه ماشومان د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې ګمارلي.