د امریکا متحده ایالاتونو پوځي په افغانستان کې د داعش ډلې رسنیز مسوؤل، جواد خان وژلو کېدو خبر ورکوي.
امریکایي چارواکي وایي چې جواد خان د روان زیږدیز کال د جون په درېیمه نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په ترځ کې ووژل شو.
ویل کیږي چې په دې برید کې د یادې ډلې یو مرکز هم له منځه تللی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکلسُن وایي چې د یاد کس وژل کیدل د داعش ډلې تبلیغاتي برخې ته لویه ضربه ده.
د امریکا پوځ په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش ډلې د رسنیو د مسوول د وژل کیدو خبر ورکوي چې روسیې تیره ورځ اعلان وکړ، ښایي د داعش ډلې مشر ابوبکر الغدادي د سوریې په رقه ښار کې ددې هېواد په بریدونو کې وژل شوی وي.
په همدې حال کې د یوه بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت سیمهيیز چارواکي څرګندوي چې د افغان ځواکونو او داعش وسلهوالو ترمنځ نښته کې د یادې ډلې ۵ غړي وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي چې نښته تېره ورځ (جمعه د غبرګولي پر ۲۶مه) شوې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ په مغولو کلی کې شوې ده او د شپې در ۸ بجو یې دوام درلود.
ویل کېږي چې په دې پېښه کې یو ملکي کس ټپي شوی او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.