Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د سولې لپاره د امریکايي او اروپايي چارواکو ژمنه

امریکايي او اروپايي چارواکو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سولې راوستو لپاره د افغان حکومت له مشرانو، وسله والو طالبانو او سیاسي مشرانو سره په ګډه کار وکړي.

د اروپايي ټولني په یوه غونډه کې چې سې‎‌شنبې(د تلې په ۳۰مه نېټه) په بروکسل کې جوړه شوې وه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي، زلمي خلیلزاد د اروپايي ټولني‎، المان، ناروي، برتانیا، فرانسي او ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره پرافغان سوله خبري کړي دي.

زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او د امریکا له نورو متحدینو سره سولې ته د رسیدو لپاره د هڅو د چټکتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د غونډې ګډونوالو د جګړې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي کمولو ته هڅولي او دغه راز يې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو له ګډون څخه ستاینه کړې ده.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستيال، میرویس ناب هم په دې غونډه کې ګډون کړی او په دې اړوند يې له زلمي خلیلزاد سره خبري کړي دي.

نوموړي ویلي د افغان سولې په تړاو د سیمې او نړۍ د ګډو او ملاتړو هڅو چې رهبري يې د افغانانو په لاس کې وي په دې غونډه کې خبرې شوې دي. 

له دې وړاندې د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویلي وو چې  زلمي خلیلزاد د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازی به په خپل دې دور سفر کې بلژیک، فرانسي او روسیي ته ولاړ شي او په روسیه کې به له خپل چیني او روسي سیالانو سره د افغانستان جګړې د پایته رسولو او دغه راز له وسله والو طالبانو سره د خبرو د بیا پيلېدو په اړه هم خبرې وکړي.

له دې سره هم مهاله افغان حکومت ویلي، په افغانستان کې به پایداره سوله هغه وخت تامین شي چې د دغه بهیر مشري د افغانانو په لاس کې وي. 

که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې افغانستان ته هم راشي که نه، خو طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي له طالبانو سره د امریکا د خبرو بیا پیلیدل به د افغانانو ترمنځ د خبرو د پلولو لپاره هیلې رامنځته کړي.

د غونډې ګډونوالو د جګړې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي کمولو ته هڅولي دي

شریک یي کړئ