Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ملکيانو مرګ ژوبلې زیاتوالې په تړاو اندېښنه

د بشري حقونو څار بنسټ د خپل ۲۰۲۰ زیږدیز کال په خپاره شوي راپور کې افغانستان کې د ملکي کسانو لوړه مرګ ژوبله "لوړه او وېره وونکې" بولي او په اړه یې اندېښنه لري.

د بشري حقونو دا نړیوال بنسټ په خپل کلني راپور کې وايي چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د جګړې د ټولو غاړو بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله ورانوونکې ده.

راپور کې همداراز راغلي دي چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په نیمايي کې د  امریکا متحده ایالاتو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې کچه د طالبانو لخوا په بریدونو کې د وژل شویو نه ډېره ثبت شوې ده.

د بشري حقونو د آسیا څانګې مدیره، پاتریشیا ګاسمن وايي:«افغانستان کې د جګړې له پیل سره د ښکېلو غاړو د جګړې قوانینو ته پام نه دی کړی او ملکي کسانوته د زیان لامل شوی دی.»

د نوموړې په وینا، که څه هم چې ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې به د سولې خبرې دوام وکړي، د ملکي کسانو ژوند به د ښکېلو خواوو له ژمنو او همداراز د بشري حقونو د ملاتړ پورې تړلی وي.

دغه بنسټه په خپل راپور کې چې ۶۵۲ پاڼو کې خپور شوی د افغانستان حالت وېروونکی بللی.

راپور همداراز ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د بهرنیو او افغان  ځواکونو شپنیو عملیاتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله د طالبانو لخوا د اوښتې مرګ ژوبلې پرتله زیاته شوې ده.

راپور کې همداراز طالبان په غیرقانوني اعدامونو، له بندیانو سره پر بد چلند او زورونو تورن شوي دي.

راپور کې همداراز پر حکومت نیوکه شوې ده چې د امنیتي او سیاسي کسانو په نیونه کې پاتې راغلي او په دې برخه کې د افغانستان د فټبال  فدراسیون پخواني رییس، کرام الدین کریم ته اشاره شوې او په نه نیولو یې نیوکه شوې.

شریک یي کړئ