Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت تمدید شو

د چین او امریکامتحده ایالاتو له سیاسي ناندریو وروستیو په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره وغځول شو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په اکثریت سره (سې‎شنبې د وږدي په ۲۶مه نېټه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.

چین او امریکا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدو په پرېکړه لیک کې د "کمربند او لارې" د طرحې پر مطرح کولو سره اختلاف درلود.

ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو دایمي استازې، کیلي کرفت وايي:«د ماموریت غځولو مرسته کوي چې یوناما د افغانستان له ټاکنو ملاتړ وکړي، د سولې د هڅو لپاره لار هواره کړي، ښه حکومتولي او بشري حقونه پراخ کړي. سره له دې دا چې نن موږ نشو کولی له یوې ځواکمنې کړنلارې سره دې ماموریت ته واک ورکړو دا ده چې د امنیت شورا یو غړی غواړي د ماموریت په د تګلارې په متن کې د افغانستان خلکو او حکومت سره د مرستې پر ځای سیاسي ګټو ته پام وشي.»

خو ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازې، ژانګ جون لا هم ټینګار کوي چې د یوې لارې او یوه کمربند طرحه په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي حالت ښه کېدو لامل کېږي.

 هغه زیاتوي:«په دې خواشیني یوو پر هغه متن چې ټول هوکړې ته رسېدلي وو، رد شوه او ټولو خواوو اندېښنو ته پام ونشو. په دې هوکړه کې د افغانستان امنیتي حالت د خلا لیري کولو ته پام نه دی شوی، او دا د ټولو اندېښنه ده.»

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې، عادله راز وايي:«د امنیت شورا لخوا د هوکړې تصویب په داسې پړاو کې چې د افغانستان خلک سولې ته د رسېدو لپاره د هڅو په برخه کې اساسې مرحلې ته د ننه کېږي، د افغانستان ملاتړ څرګندوي. د  سپټمبر په اته ویشتمه به د افغانستان خلک ټاکنو کې ګډون وکړي او ولسواکۍ ته به خپله ژمنتیا ښکاره کړي.»

چین غواړي د افغانستان پر امنیت د یادې پروژې د اغېزې یادونه وشي دا چې دا پروژه د افغانستان پر اقتصادي او امنیتي حالت ښه اغېزه کولی شي. خو دغه هېواد د المان او اندونیزیا په منځګړتوب خپل مخالفت پای ته ورساوه.

خو امریکا وايي دا کار یوازې د چین د ملي او سیاسي ګټې تامینوي.

د چين د"کمربند او لارې" لویه پروژه ده چې دغه هېواد له آسیا، اروپا او افریقا سره نښلوي.

 په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ویلي په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د لنډې مودې تصویب د دې ښکارندوی دی چې دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د غړو تر منځ ګڼ اختلافات موجود دي .

سره له دي چې چېن او امریکا په پریکړه لیک کې د"کمربند او لارې" د طرحې پر یادولو سره اختلاف درلود، خو بیا هم په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره تمدید شو

شریک یي کړئ