د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان په جکړه کې د یوه امریکايي سرتېري له وژل کېدو خبر ورکړ.
د یاد ماموریت په خبرپاڼه کې تېره ورځ(دوشنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) راغلي چې یو امریکايي سرتېری د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دی.
په دې سره د روان زیږدیز ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو شمېر ۱۷تنو ته رسیږي.
اوس مهال افغانستان کې څلور زره امریکايي سرتېري او شپږ زره د ناټو پوځیان مېشت دي.