Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کابو ۲مېلیونه کسان د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ مسوول وايي چې په افغانستان کې کابو دوه مېلیونه وګړي د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې دغه سازمان د افغانستان دوو مېلیونو اوسېدونکو ته د خوارکي توکو د برابرولو لپاره څه باندې ۴۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ مرکز مسوول ټوبي لینزر څرګنده کړه:« فکر کوم د افغانستان د خلکو لپاره د دې حالت دوام ډېر ستونزمن دی، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د کابل په څېر د ولایتونو په مرکزونو او ښارونو کې ژوند کوي، ډېر شمېر خلک د بې وزلۍ د کرښه لاندې ژوند کوي، دوی په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي او افراط پالنې له بدو پایلو ځورېږي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی وايي څه باندې دوه مېلیونه افغانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه:« هغه څه چې موږ پرې پوهېږو کابو دوه مېلیونه افغانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري، زموږ وړاند وینه دا ده چې ډېر شمېر خلک د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.»

دغه حالت ته په کتو سره ویل کېږي چې افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو په تېرو کلونو کې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره بنسټیز کارونه نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي په تېر زیږدیز کال کې د مرسته کوونکو بنسټونو څه باندې ۳۰ تنه کورني او بهرني کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي خو دغو بنسټونو خپلو مرستو ته ژمن دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستونو د همغږۍ مرکز مسوول وايي کابو ۴۰ سلنه افغان د بې وزلې کرښې لاندې ژوند کوي.

شریک یي کړئ