افغانستان کې بهرني ځواکونه د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(دوشنبې د مرغومې په ۲مه نېټه) د جګړې پرمهال د یوه امریکايي سرتېري له وژل کېدو خبر ورکوي.
دغو ځواکونو د سرتېري وژل تایید کړي، خو د وژل کېدو ځای او څرنګوالي په تړاو یې مالومات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم شته چې دغه بهرنی سرتېری کندز کې وژل شوی دی.
په دې سره د روان زیږدیز کال راهیسې افغانستان کې د بهرنیو وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۰تنو ته رسیږي.
افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد جګړې راهیسې ۲۳۰۰امریکايي سرتېري وژل شوي او کابو ۲۰زره نور ټپیان شوي دي.
امریکا متحده ایالات اوس افغانستان کې کابو ۱۲زره سرتېري لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو په روزنه، هغوی ته د مشورو په ورکړې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې بوخت دي.