Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان یو ځل بیا د نړۍ لسو فاسدو هېوادونو په ډله کې راغی

د روڼتیا نړیوال راپور ښیې چې افغانستان د نړۍ اتم فاسد هېواد دی او د یوسلو اتیا هېوادونو له ډلې په ۱۷۳ ځای کې راغلی دی.

ورته مهال د افغانستان روڼتیا بنسټ وایي چې د یوې فاسدې کړۍ له لوري د دولت ټولو چارو په واک کې نیول او له ځواکه ناوړه ګټنه هغه لاملونه دي چې په نړیواله کچه یې له اداري فساد سره د افغانستان پرمختګ مخنوي کړی.

دغه بنسټ په عدلي اوقضایي، کشفي او تفتیشي ادارو کې سیاسي مداخله هغه لاملونه بولي چې له  اداري فساد سره دحکومت مبارزې مخنوي بولي.

د روڼتیا نړیوال سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د اداري فساد د ارزونې په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ.

ددغه رپوټ له مخې افغانستان دتیر کال په شان له ۱۸۰ هیوادونو څخه په ۱۷۳ درجه کې دی.

له بلې خوا د افغانستان روڼتیا د څار بنسټ له فساد سره د مبارزې او د اصلاحاتو د راوستو لپاره د ملي یووالي حکومت د ژمنو نه عملي کیدل د نړۍ د لسو فاسدو هیوادونو په ډله کې د افغانستان د بیا راوستو لامل بولي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ غړی، حمید الله عزیزي وايي:« د فساد پر وړاندې د  مبارزې په برخه کې کم پرمختګ ناهیلی  کوونکی دی، او پایلې به یې د افغان حکومت پر مشروعیت، افغانانو ترمنځ  په باور او د تمویلوونکو پر اعتماد  ناوړه اغېز ولري.»

د روڼتیا د څار بنسټ، عدلي او قضايي بنسټونه د یو شمیر چارواکو د فساد د دوسیو په پټولو تورنوي او وايي دغه بنسټونه د اداري فساد د لویو دوسیو په اړه مالومات نه ورکوي.

د روڼتیا د څار بنسټ مسوول، اکرام افضلي زیاتوي:« د ملي یووالي حکومت معلوماتو ته د لاسرسي قانون په نافذولو دغه راز معلوماتو ته د لاسرسي د خپلواک کمېسیون په رامنځ ته کولو سره یو څه پرمختګ کړی. مګر یاد کار د هېواد په ګوټ ګوټ کې له فساد سره د پراخې مبارزې لپاره بسنه نه کوي.»

د روڼتیا د څار بنسټ له حکومته غواړي په هېواد کې د اداري فساد د کمښت لپاره باید له فساد سره د مبارزې عالي کمیسیون جوړ کړي او بهرني بنسټونه او هېوادونه هم باید له بشري حقونو سرغړونکو او فاسدو کسانو ته د لویو پروژو له ورکولو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ