Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان او امریکايي مشران قطر کې د طالبانو دفتر تړل څېړي

یو شمېر سرچینې وايي چې د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او ولسمشر غني په قطر کې د طالبانو د فتر د تړلو پر څرنګوالي څېړي.

طلوع نیوز ته یوې سرچینې ویلي، د دواړو مشرانو په  وروستۍ لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.

یادې سرچینې ویلي، ولسمشر غني د امریکا ولسمشر ته ویلي، په دوحه کې د طالبانو د فتر تړل باید وڅېړل شي.

د افغانستان حکومت یو شمېر چارواکي په دوحه کې د طالبانو د ۳۶ کسیزې غیر رسیمي پلاوي شتون په یو ډول سره دغه ډلې ته سیاسي مشورعیت ورکول بولي او ویلي که چیرې طالبان سولې خبرو ته نه کیني نو باید دغه دفتر وتړل شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر شپږ کاله مخکې جوړ شو او دغه دفتر له طالبانو سره د اړیکو د یو کانال په توګه پیژندل شوی دی خو طالبانوړ رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د بریتانیا ګاردین ورځپاڼه راپور ورکوي چې ولسمشر ټرمپ په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو په اړه د ولسمشر غني د هوکړې غوښتونکی دی.

اخوا ولسمشر غني ویلي چې د ټرمپ دغه طرحه به وڅیړي.

یو شمېر سرچینې وايي چې ولسمشر غني له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې په قطر کې د طالبانو دفتر پر تړل کېدو هم خبرې کړې دي

شریک یي کړئ