Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د مسکو د سولې په غونډه کې ګډون نه کوي

افغان حکومت به د سولې په هغو خبرو اترو کې چې له دوو اوونیو په کم وخت او د روسیې په کوربتوب په مسکو کې جوړېږي، به ګډون ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو ټینګار کوي، له همدې امله حکومت پرېکړه کړې ترڅو په دغې غونډه کې ګډون ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي څرګنده کړه:«د افغانستان په اړه هره سیمه‎ییزه اجماع باید دافغان حکومت په چورلیز کې رامنځته شي او د سولې بهیر هم باید د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مشرۍ ترسره شي. ټاکل شوې ده چې د مسکو په غونډه کې ګډون ونه کړو.»

داسې رپوټونه شته چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول به په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

خو د طالبانو ډلې یو پخوانی سیاسي غړی وايي چې طالبان به په دغې غونډه کې ګډون وکړي او له سیمه‎ییزو هېوادونو سره به د سولې خبرو اترو په اړه سلامشورې پیل شي.

د طالبانو پخوانی سیاسي غړی سید اکبراغا وویل:«د مسکو د غونډې لپاره طالبانو هوکړه کړې چې هغې غونډې ته ولاړ شي. دا ویناوې په اسیا پورې اړوندې دي. بهرني ځواکونه اسیاسي هېوادونو ته راغلي او دا ټول هېوادونه په وېره کې دي. ټول هېوادونه غواړي چې بهرنیان باید له افغانستان څخه بهر شي.»

خو داسې باورونه دي چې له ولوېديځ او ختیځ سره د طالبانو د سولې خبرو اترو په غونډه کې ګډون به د سولې خبرو اترو بهیر پېچلی کړي.

په سوریې او اردن کې د افغانستان پخوانی سفیر محمدالله حیدري په دې اړه وویل:«نن طالبان حاضر دي چې له امریکا سره خبرې اترې وکړي او همدارنګه حاضر دي چې له روسیې سره هم خبرې وکړي خو د هغه کسانو په توګه چې ادعا لري د افغانستان دي او غواړي چې د افغانستان لپاره سوله راولي او د افغانستان د سولې لپاره خبرې وکړي؛ حاضر نه دي چې له د افغانستان له مشروع او قانوني حکومت سره مذاکره وکړي.»

د سولې نړیواله غونډه د راتلونکې زیږدیزې په څلورمه په مسکو کې په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې د سوېلي او مرکزي اسیا په چاور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره په دوحه کې لیدلي وو او د دغو لیدلو موخې هم د سولې خبرو اترو د برابرولو لپاره خبرې اترې ښودل شوې وې.

د طالبانو ډلې یو پخوانی سیاسي غړی وايي چې طالبان به په دغې غونډه کې ګډون وکړي او له سیمه‎ییزو هېوادونو سره به د سولې خبرو اترو په اړه سلامشورې پیل شي.

شریک یي کړئ