د ملي امنیت شورا دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د افغان حکومت له بنده ۹۸ بندیان تېر ماښام (شنبې د غويي په ۱۳مه نېټه) ازاد شوې دی.
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد بندیان د سولې خبرو پرمختګ او د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه له بنده ازاد شوي دي.
د یاد بنسټ خبرپاڼه کې راغلي دي:«د طالب بندیانو د خوشي کلو لړۍ د ا.ا.ج. دولت د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې د ۲۰ نیټې د فرمان سره سم، د سولې پروسې او کرونا وایروس سره د ښې مبارزې په موخه دهغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو سره دوام لري.»
خبرپاڼې همداراز ویلي چې دا بندیان په کابل کې له څرخي پله زندانه خوشې شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د دغو بندیانو په خوشې کېدو سره د خوشې شویو بندیانو شمېر ۶۵۰ تنو ورسېد.
د ملي امنیت شورا دفتر همداراز زیاته کړې چې افغان حکومت به د ۸۵۰ تنو نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته د ذکر شویو مواردو په رعایت سره دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي وو چې افغان حکومت او طالبان باید د بندیانو خوشې کول چټک او تاوتریخوالی کم کړي، څو د افغانانو ترمنځ د خبرو او دایمي سولې لامل شي.
هغه زیاته کړې وه که څه هم افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه څه ناڅه راکمه شوې ده، خو لا هم د جګړې قربانیان دي.
نوموړي افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما راپور ته په اشارې ویلي وو چې تېرو اتو کالو پرتله فبروري میاشت کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۲۹ سلنه راټیټه شوې وه.
سره له دې چې ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ورځې ۱۰۰ طالب او ۲۰ تنه افغان سرتېري خوشې شي، خو حکومت د ۵۰ ورځو په تېرېدو سره ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړې دي.
په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند کندز کې د ۵۲ بندیانو له خوشې کولو هم خبر ورکړ او له دې سره د طالبانو له بنده تر اوسه ۱۱۲ تنه ازاد شوې دي.