Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت: له کوچني اختر وروسته تاوتریخوالي د پام وړ کمښت لری

افغان حکومت وايي چې د کوچني اختر وروسته د طالبانو له خوا تاوتریخوالي د پام وړ کموالی لرلی او دا کموالی د افغان حکومت لپاره د منلو نه دی.

د افغانستان امنیتي او دفاعي سرچینې وايي چې طالبانو له اختر وروسته په یوه شپه او ورځ کې کابو سل بریدونه ترسره کول، خو اوس دغه بریدونه شپږو وړو بریدونو ته رسېدلي دي.

افغان حکومت وايي چې د ازاد شویو طالب بندیانو د پېژاند لپاره د دواړو لوریو لپاره تخنیکي پلاوي له دوو ورځو راهیسې په سلامشورو بوخت دي.

په څه باندې یوې لسیزه کې ښايي دا لومړی کال وي چې د جګړې په دغه فصل کې په ځانګړې توګه د اختر له اوربند وروسته، د افغانستان د جګړې ډګرونه ارام دي.

امنیتي او دفاعي سرچینې وايي چې له اختر مخکې افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې په یوه شپه او ورځ کې د طالبانو له خوا د ۱۰۰ بریدونو شهد وو، خو د اختر له ورځو وروسته دغه بریدونه شپږو کوچنیو بریدونو ته رسېدلي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان ذبیح الله مهمند وايي:«زموږ په ټول زون کې ډېر خوځښتونه نشته او موږ په فعال دفاعي حالت کې یوو.»

هلمند چې له کلونو د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې تود ډګر وو، اوس ارامي تجربه کوي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان په دې اړه وویل:«د اختر له ورځې وروسته د الله په فضل وضعیت په بشپړه توګه ښه دی او هېڅ جګړه نه ده شوې.»

له هغې وروسته کله چې افغان حکومت په ځانګړې توګه د طالبانو له دوه زره طالب بندیانو د ازادو په اړه ډاډ ورکړ، افغانستان د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کموالي شاهد و.

بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه څلور ماده ییز وړاندیز کې د سولې له مرکچي پلاوو غواړي چې د جګړې د قربانیانو په اړه ځینې غوښتنې مطرحه کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او رسنیو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«دا پلاوی دې د یوه بې طرفه لوري له خوا انتخاب شي چې وکړای شي خپلې غوښتنې په مستقیمه توګه د سولې د مرکچي لوریو سره مطرحه کړي.»

په داسې حال کې چې تمه کېږي د طالب بندیانو د ازادولو له بهیر وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي، خو شهلا فرید چې له دې مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د سولې مرکچي پلاوي غړې اعلان شوې وايي چې اوس د هغې نوم له دغه نوملړ څخه اېستل شوی دی او د دغه پلاوي غونډو ته بلل شوې نه نه ده.

هغه زیاتوي:«اندېښنه مې یوازې د ځان په اړه نه ده، بلکې د دې لپاره ده په داسې ځایونو کې د ښځو حضور څومره کولای شي ماتېدونکی وي.»

له دې مخکې د ملي مصالحې عالي شورا ویلي دي چې شونې ده د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو وخت تر راتلوونکو دوو اوونیو روښانه شي هم ټینګار کوي چې د مرکچي پلاوي په ترکیب کې به بدلون رامنځته نه شي.
  
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه