د ملي امنیت د دفتر ویاند، جاوید فیصل نن(دوشنبې د غويي په ۱۵مه نېټه) وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې ۹۸ نور طالب بندیان د روغتیايي، حالت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو تېره ورځ له بنده ازاد شول.
شنبه ماښام هم له څرخي پله زندانه ۹۸ طالب بندیان خوشې شوي وو او له دې سره د خوشې شویو بندیانو شمېر ۷۴۸ ته ورسید.
تېره ورځ هم د ملي امنیت شورا دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو:«د طالب بندیانو د خوشي کلو لړۍ د ا.ا.ج. دولت د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې د ۲۰ نیټې د فرمان سره سم، د سولې پروسې او کرونا وایروس سره د ښې مبارزې په موخه دهغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو سره دوام لري.»
خبرپاڼې همداراز ویلي چې دا بندیان په کابل کې له څرخي پله زندانه خوشې شوې دي.
د ملي امنیت شورا دفتر همداراز زیاته کړې چې افغان حکومت به د ۸۵۰ تنو نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته د ذکر شویو مواردو په رعایت سره دوام ورکړي.
سره له دې چې ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ورځې ۱۰۰ طالب او ۲۰ تنه افغان سرتېري خوشې شي، خو حکومت د ۵۰ ورځو په تېرېدو سره ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړې دي.
په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند کندز کې د ۵۲ بندیانو له خوشې کولو هم خبر ورکړ او له دې سره د طالبانو له بنده تر اوسه ۱۱۲ تنه ازاد شوې دي.