Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان روباټ‎جوړونکو نجونو واشنګټن کې د سپینو‎زرو مډال واخیست

له افغانستان څخه په واشنګټن کې د روباټونو سیالیو کې ګډون کوونکو د افغانو نجونو شپږ کسیزې ډلې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د لیسو روباټ جوړونکو زده‎کوونکو لپاره په لاره اچول کېږي.

د جایزو ورکړه پر بېلابېلو برخو ‎وېشل شوې وې چې د "زړه‎ورې لاسته راوړنې" په برخه کې افغانو نجونو دوهم ځای خپل کړ او د سپینو زرو جایزه یې واخیسته.

په دې برخه کې د سویل سوډان ګډون‎کوونکو لومړی ځای خپل او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.

په دې لوبو کې ۱۶۲ هېوادونو ګډون کړی وه او د افغانو نجونو ډلې په درېیو ورځو کې د ۲۴۳ امتیازو سره ۱۰۳ ځای خپل کړ.

د افغانستان دروباټ جوړونې ډلې یوې غړې، کوثر روشان وویل:"ډېر د خوشالۍ ځای دی ځکه چې په دې کار سره نورې نجونې هم په افغانستان کې هڅول کېږي."

په دې سیالیو کې افغانو نجونو په یوه پړاو کې ۶۹ ځای خپل کړ، خو روباټ کې د تخنیکي ستونزې رامنځت کېدو سره ونه توانېدې چې مخکې ولاړې شي.

واشنګټن کې د روباټ جوړونې سیالیو کې له افغانستان څخه ګډون کوونکو نجونو د سپینو زرو مډالونه او دوهم ځای خپل کړ

شریک یي کړئ