Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان سرحدي ځواکونه درنې وسلې غواړي

افغانستان او پاکستان د دیورند د کرښې دواړو غاړو په ځانګړې توګه ګوشتې ولسوالۍ کې ډیر ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

په دغه ولسوالۍ کې میشت سرحدي ځواکونه له افغان حکومت غواړي چې دوی ته درنې وسلې ورکړي.

پاکستاني پوځیانو په ګوشتې ولسوالۍ کې لس کاله وړاندې خپله پوسته جوړه کړې وه، خو حالت وروسته له هغه کړکیچن شو چې پاکستاني پوځیانو د یادې پوستې تر ځنګ یوه دروازې ودروله چې اوس یې یوه برخه له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال نړیدلې ده.

لومړۍ نښته وروسته له هغې پيل شوه چې پاکستاني پوځيانو د افغانستان په خاوره کې د یوې اډې ترڅنګ دروازه جوړوله، خو افغانان دغه دروازه د بيلتون دروازه بولي.

سمونمل کامه وال، د سرحدي پولیسو د کنډک قومندان وویل، چې پاکستانیانو له دوی سره په جګړه کې له درنو وسلو کار اخیسته چې له امله یې سرحدي پوستې یې ورانې کړي دي.

خو دا اډه نوې نه ده جوړه شوې، بلکه له تيرو لسو کلونو راهيسې دلته موجوده وه چې دغه دروازه په دقيقه توګه د همدې اډې ترڅنګ جوړه شوې چې د افغان دولت غبرګونونه يې راپارولي دي.

دا پوښتنه مطرح کيږي چې ولې دغې اډه چې د دروازې ترڅنګ ده او لس کاله مخکې جوړه شوې د افغان دولت انديښنه يې نه ده راپارولې؟

د ننګرهار والي، ګل آغا شیرزی وایي، پر دغې پوستې برید کول د ولسمشر حامد کرزي پریکړه وه او د دې دروازې په جوړیدو سره به بیا هم پر پاکستانیانو برید وشي.

په سرحدي نښتو کې پاکستاني پوځيانو له درنو وسلو کار اخيستی دی او يو شمير سرحدي پوستې يې ورانې کړې دي او په دې وروستيو کې زيړ رنګي پاکستاني ټانګونه هم د افغان ځواکونو په وړاندې درول شوي دي، افغان پوځيان وايي دوی دا ډول پوځي وسايل نلري.

په دې سيمه کې دوه ځله وسله واله نښته وشوه، لومړی ځل يې شپږ ساعته او دوهم ځل يې نيمه ورځ دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې یوه افغان سرتيري ژوند له لاسه ورکړ او افغانانو هغه اتل وباله، اوس دا ځای د قاسم خان په نوم ياد شوی دی، چې دا تر ډيره د هغه د سنګر ملګرو ته روحيه ورکولای شي.

يو شمير افغان ځوانان دې سيمې ته راغلي ترڅو د پوله ساتونکو ځواکونو ستاينه وکړي.

د دغو افغان پوځيانو مقاومت د هيواد د بيلابيلو سيمو د اوسيدونکو له ستاينې سره مخامخ شو، دا د پولو اتلان بلل شوي دي.

د افغانستان د څار او پوهاوي د ډلې غړی، سید سمیع سادات ویلي، چې د ده او همکارانو له سفر څخه موخه د افغان سرحدي ځواکونو ستایل و.

د نښتې احتمال تل شته، افغان دولت خبرداری ورکړی چې د دې دروازې د بيا جوړولو په صورت کې به بيا نښتې وشي.

افغان سرحدي ځواکونه درنې وسلې غواړي

افغانستان او پاکستان د دیورند د کرښې دواړو غاړو په ځانګړې توګه ګوشتې ولسوالۍ کې ډیر ځواکونه ځای پر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه