Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان سولې په اړه دامریکا، روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره چین ته تللی او وايي چې هغه د چهارشنبې او پنچشنبې په ورځو د روسیې، چین او پاکستان له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې پر درېیو مهمو موضوعګانو - په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو پیل، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل سره هم‎مهاله اوربند په هکله سره هوکړې ته رسېدلي دي.

له دې سره جوخت، د دغو څلورو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې چې نن ماښام (جمعه د چنګاښ ۲۱مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې راغلي چې د دغو څلورو هېوادونو د استازو ناسته د امریکا، روسیې او چین د دوو مخکنیو ناستو په دوام کې وه - له دې توپیر سره چې دا ځل پاکستان هم په دغې غونډه کې حضور درلود.

په اعلامیه کې راغلي دا غونډې به نور غړي هم ولري او د افغان سولې په اړه به سترې غونډې جوړې کړي.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د څلورو هېوادونو استازو په افغانستان او سیمه کې د اوسني وضعیت، سولې او ټیکاو ته د رسېدو لپاره د یوه سیاسي حل لارې موندلو لپاره ګډې هڅې مطرح کړې. لوري، په مسکو او دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو او د افغانانو ترمنځ غونډو کې له وروستیو مثبتو پرمختګونو هرکلی کړ.»

په دغې اعلامیه کې، په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتل شوي چې له فرصتونو استفاده وکړي او ژر تر ژره دې د سولې خبرې پيل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي:«ټول لورو، له ټولو ښکېلو ډلو غوښتي چې د سولې لپاره له رامنځته شویو فرصتونو استفاده وکړي او ژر تر ژره د افغانانو، د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ پيل کړي.»

د دغو څلورو هېوادونو استازو، ټينګار کړی چې د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه