د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت نن دوشنبې «د زمري په ۶مه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د ښځو پر بشپړ ګډون ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد د ناورې د بهرنیو چارو له وزیرې اېنه اریسن سوریدي او د دغه هېواد له ځینو نورو چاروکو سره د افغان سولې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
خلیلزاد په دغو لیدنو کې، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د خنډونو د لرې کولو او دا چې لوري، د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره څه ډول کار کوي، جزییات ورکړل.
په خپرپاڼه کې راغلي دي:«ټول هغه مهم مسایل چې د افغانستان د سولې بهر لپاره اغېزمن دي، په ځانګړې توګه د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د ښځو بشپړ ګډون په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.»
دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد د تاوتریخوالي د کموالي، بندیانو د ازادولو او د افغانانو ترمنخ د خبرو اترو د پیل چمتووالي لپاره افغانستان، قطر، پاکستان، ناروې او بلغاریا ته خپل سفر پیل کړی دی.