Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ولسمشر دمونیخ په امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره المان ته ولاړ

ولسمشر اشرف غني نن د پنجشنبې په ماښام (د سلواغې په ۲۸ مه) د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د مونیخ د ۵۳ مې امنیتي غونډې د ګډون لپاره المان ته ولاړ.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني په دغه دوه روځني سفر کې،د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د ترهګرۍ او افراط پالنې د خطر او د افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه به هم وینا وکړي.

هغه به د دغې غونډې په څنډه کې د ځينو هېوادونو او سازمانونو له لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې له المان له لومړۍ وزیرې،د امریکا د ولسمشر له مرستیال،د اذربایجان له ولسمشر،د کروشیا له ولسمشر،د ترکیې له لومړي وزیر،د ناوري د شاهي هېواد له لومړي وزیر،د ګرجستان له لومړي وزیر،د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي،د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیت مسؤول،د المان،روسیې،سعودي عربستان،چین،ایران ،قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو جان مکین او یو شمېر نورو امریکايي سناټورانو،د برېټانیا د دفاع له وزیر،د مایکروسافت کمپنۍ له رییس بل ګېټس،د البرایټ ګروپ له رییس،د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې له رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له پخواني استازي سره به لیده کاته او خبرې ترې وکړي.

همدارنګه د دغه سفر په لړ کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک به هم د مالیې وزیر اکلیل حکمي او اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول او مرستیال فیډریکا موګریني له خوا لاسلیک شي.

په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،د مالیې وزیر اکلیل حکیمي،د عامه اړیکو او ستراتېژیکو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار او په د بېخ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي د ولسمشر اشرف غني ملګرتیا کوي.

شریک یي کړئ