Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان ولسمشر د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبې نندارې لپاره لندن ته ولاړ

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې ولسمشر اشرف غني د افغانستان او انګلستان ترمڼځ د کرېکټ لوبې نندارې لپاره لنډن ته ولاړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ د سې‎شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸مه) د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په چوکاټ او منچسټر ښار کې ترسره شي.

ارګ وايي چې ولسمشر غني د انګلستان په رسمي بلنې د دغې لوبې د لیدو لپاره تللی دی.

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ درې اوونۍ مخکې پیل شوې او د افغانستان ملي لوبډلې تراوسه څلور لوبې کړي چې هېڅ بریا نه‎لري.

ملي لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې چې د سوېلي افریقا سره وه هم ماتې وخوړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني په دغه سفر کې به د انګلستان له چارواکو سره هم وویني. 

شریک یي کړئ