Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ولسمشر: له اوربند پرته د سولې خبرې شونې نه دي

ولسمشر غني د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د معرفۍ پرمهال وايي چې د سولې خبرې اترې له اوربند پرته شونې نه دي.

ښاغلي غني وايي چې په سولې خبرو اترو کې جمهوریت د معاملې وړ نه دي او افغان حکومت د سولې خبرو اترو یوازینی ادرس دی. 

ولسمشر غني په هغو مراسمو کې چې اجراییه رییس په‎کې حاضر نه و، احمد ضیا سراج یې د ملي امنیت ریاست د نوي سرپرست په توګه معرفي کړ.

ولسمشر په دغو مراسمو کې د سولې د خبرو لپاره نوي شرطونه مطرح کوي د افغانانو ترمنځ پر خبرو ټینګار کوي.

ولسمشر محمداشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:«مذاکرې له اوربند پرته شونې نه دي. موږ د مذاکراتو لپاره چمتو یوو، که‎چېرې طالبان فکر کوي موږ وېرېږو، دغو ځوانانو ته وګورئ.»

ولسمشر په دغه غونډه کې د ملي امنیت ځواکونو له کارونو ستاینه کوي. او احمد ضیا سراج د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست په توګه معرفي کوي.

د ملي امنیت سرپرست رییس احمد ضیا سراج وویل:«دښمن پوهېږي چې د افغانستان ربړېدلی ملت په هېڅ ډول حاضر نه دی چې بېرته د طالبانو تیارۍ دورې ته ولاړ شي او له همدې امله هغوی تل د دې په هڅه کې دي چې له ظلم او زیاتي سره واک ترلاسه کړي.»

احمد ضیا سراج په امریکا کې خپلې زده کړې پای ته رسولي او له څو کلونو راهیسې د ملي امنیت په ریاست کې کار کوي، هغه له دې مخکې د دې ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

شریک یي کړئ